کابل (پژواک، ٢ مرغومى ٩٥): د "سيرت په څنډه کې" تر نوم لاندې په يوه غونډه کې چې د اسلام ستر پيغمبر (ص) د ميلاد په مناسبت جوړه شوې وه؛ ويناوالو يې له اسلام سپېڅلي دين پيروي د ټولنې د ژغورنې يوازينۍ لاره وبلله.
په ياده غونډه کې چې د "المدثر" اسلامي بنسټ او د "سيرت" ښوونځي په مالي مرسته په کابل کې ترسره شوه، يو شمېر عالمانو او سلګونه نورو کسانو چې ډېرى يې ځوانان و، ګډون کړى و.
د کابل پوهنتون استاد او د وزير اکبرخان جومات امام ډاکټر محمداياز نيازي د يادې ناستې ترسره کول وستايل او ويې ويل، چې ټول په ځانګړي ډول ځوانان بايد د اسلام سپېڅلي دين د حکمونو د عملي کولو په برخه کې خپل رسالت ترسره او ځانونه د محمدي له اخلاقو سره برابر کړي.
نوموړي ځوانان د ټولنې زړه وباله او زياته يې کړه: "د دښمن ډېر فوکس (تمرکز) پر ځوانانو دى، که چېرې په يوه ټولنه کې ځوانان بې لارې شي، نو ټوله ټولنه ورسره شړيږي."
نوموړي د دې خبرې د څرګندولو سربېره چې د رسنيو يو شمېر پروګرامونه ځوانان د انحراف لوري ته بيايي، زياته کړه، چې د اسلام له سپېڅلي دين او ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) پيروي، د ټولنې د ژغورنې يوازينۍ لاره ده.
نيازي زياته کړه: "له عزت ډک ژوند د پيغمبر لارې په پېژندلو او له هغه څخه په پيروي کې ده."
نيازي وويل، چې اسلام هيڅکله هم افراطيت او ترهګري نه پېژني، دا پديده په اسلام کې هيڅکله هم ځاى نه لري او هر حکومت چې سالم سياست ولري، ملت يې محترم وي.
د افغانستان د جمعيت اصلاح بنسټ مشر ډاکټر عبدالصبور فخري چې په دغه ناسته کې د حضرت پيغمبر (ص) د دعوت پر څرنګوالي خبرې کولې، وويل: "د حضرت (ص) تر ټولو مهم کار دعوت و."
خو نوموړي زياته کړه، چې هر دعوت کوونکى بايد ريښتونى او صادق واوسي او کوم دعوتګر چې چې صداقت ونه لري نو پيغام او دعوت يې د خلکو په ذهنونو کې ځاى نه لري.
يوه بل ديني عالم نصيراحمد نوربخش وويل: "هغه مشر چې د ملت لپاره ونه ځوريږي، رهبر يې نه شو بللى."
نوموړي زياته کړه، حضرت محمد (ص) داسې يو مشر و، چې له خپلو شا وخوا او نږدې ملګرو سره به يې د يوې پرېکړې په اړه مشوره کوله.
يو شمېر نورو ويناوالو هم له يتيمانو، ښځو او نورو کسانو سره د حضرت محمد (ص) د چلند او نورو صفاتو په اړه خبرې وکړې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني د نن ورځې ناستې ته په اشارې سره وويل، چې دا ډول پروګرامونه بايد ډېر ترسره شي، څو ځوانان د حضرت محمد (ص) له سيرت سره له ډېر بلدتيا ومومي او له هغه پيروي وکړي.
هغه زياته کړه، چې ټول مسلمان د خپلو ستونزو د حل لپاره چې اوس پکې راګېر شوي، د حضرت النبي کريم (ص) له سيرت ګټه واخلي.
د هغه په وينا، اوسمهال د حضرت محمد (ص) سنت يوازې په شعارونو کې ياديږي، په داسې حال کې چې د حضرت (ص) له سنتو څخه د پيروي په صورت کې مسلمانان د امنيت، اسانتياو او نورو برخو کې له ستونزو ځان ژغورلى شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










