منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۵ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په فارياب کې د استاد محمد امین د زوکړې ٧٦کاليزه و نمانځل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

میمنه(پژواک،۳ مرغومى ۹۵): په فارياب ولايت کې د استاد محمد امين متين اندخويي د زوکړې ٧٦کاليزه ونمانځل شوه .

د فارياب والي سيدانور سادات چې په دې اړه جوړو شوو مراسيمو کې يې ګډون کړى و، وويل چې فارياب ولايت د علم ، زده کړې، قلم او فرهنګ په برخه کې مشهور ولايت دى

هغه زياته کړه چې دغه ولايت زياد مشهور شخصيتونه لري چې له هغه جملې څخه يو هم استاد محمد امین متین اندخویي دى چې په ملي او بين المللي کچه مطرح ده .

هغه وويل چې له دا ډول کسانو بايد تل ستاينه او قدرداني وشي .

په فارياب کې د جمعيت اسلامي ګوند يوتن مخور مولوي اسدالله جمالي وويل چې د استاد محمد امين اثار يواځې په فارياب پورې اړوند نه دي ، بلکې د افغانستان په ټولو خلکو پورې اړه لري.

 د فارياب د دارالمعلمین رييس احمد الله عرب وويل په افغانستان کې معمول ده چې د مړو شخصيتونو ستاينه کيږي، خو بايد چې ددغه ډول شخصيتونو په ژوندنې ستاينه وشي او دا دود بدل شي .

په دې مراسمو کې استاد محمد امين متين  اندخويي وويل چې تراوسه يې د اثارو او په خپله دده څو ځله درناوى شوى دى

 ده زياته کړه چې تراوسه يې پنځه اثره نه دي چاپ شوي چې په دې برخه کې بايد پاملرنه وشي .

 د يادونې ده چې محمد امین متین اندخویي په بېلابېلو برخو کې تراوسه پورې په دري او ازبکي ژبو ٣١کتابونه ليکلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور