کندهار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٥): په کندهار کې په داسې حال کې سږ کال ۳۵زره نوي زده کوونکي ښوونځيو ته شامل شوي چې په دغه ولایت کې د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د حل لپاره يې ډېر کم کار شوی دی.
د ښوونکو د تشکيل کمښت، د ۷۰ سلنه ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی، د کتابونو او درسي لوازمو کموالی او ډېر نور څه هغه ستونزې دي چې په دغه ولایت کې یې د پوهنې معیار ټیټ او ټکنی کړی دی.
خو پر دې سربېره په روان ښوونیز کال کې د نوو شامل شوو زده کوونکو کچه لوړه وه.
د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې ټولټال ۳۵زره زده کوونکي نوي ښوونځیو ته شامل شوي چې د تېر په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی په کې راغلی دی.
د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي زياتوي، د تېر په پرتله سږ کال په ولسوالیو کې هم حالت بدل و؛ ځکه د ګڼو ولسوالیو په هغو سیمو کې د مرستندویه ادارو په همکاري د زده کړې سیمه ییز ټولګي جوړ شوي، چې یا خو ښوونځي په کې نشته او يا هم د زده کوونکو شمېر هومره نه وي چې ښوونځي دې ورته جوړ شي.
خو د ده په وینا، له بده مرغه لا هم د ولسواليو ډېرى اوسېدونکي په خپلو اولادونو زده کړې نه کوي او د درس پر ځاى يې په بزګري، شپني او نورو کارونو بوخت کړي دي.
دی وايي، پر دې سربېره ډېرې کورنۍ حاضرې شوي چې خپل ماشومان د زده کړو لپاره په دغو سیمه ییزو ټولګیو کې شامل کړي.
د ده په خبره، دا مهال د کندهار په هره ولسوالۍ کې له ٣٠ تر ٥٠ سيمه ييز ټولګي جوړ شوي چې په هر ټولګي کې له ٢٠ تر ٣٠ زده کوونکي زده کړې کوي او د ټولو شمېر زرګونو ته رسېږي.
ده وويل، دغه سيمه ييز ټولګي هر کال ارتقا کوي او په تدريجي توګ په ښوونځيو بدلېږي.
صميمي يادونه وکړه چې ډېری سیمه ییز ټولګي د ولسوالیو په هغو سیمو کې جوړ شوي چې ښوونځي په کې تړل شوي دي.
هغه ومنله چې لا هم په کندهار کې د ۱۳۹ په شاوخوا کې ښوونځي د بېلابېلو ستونزو له امله تړلي دي.
کندهار په خپل اوسني تشکيل کې ٤٦٠ ښوونځي لري چې له دې ډلې ٣٢١ يې پرانيستي او شاوخوا ٢٧٠ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.
دی د ښوونځیو د تړل کېدو عمده لاملونه د نا امنیو تر څنګ د ښوونکو د تشکیل کمښت او په لیرې پرتو ولسوالیو کې د کدرونو نشتوالی ګڼي.
نوموړى وايي، خلک زړه نه ښه کوي چې لرو پرتو سیمو ته د تدریس لپاره ولاړ شي.
د پوهنې رياست وياند د دې تر څنګ د درسي کتابونو کمښت او د ښوونکو د تشکیل کمښت هم جدي ستونزې وګڼلې.
هغه زیاته کړه، شاوخوا ۱۵۰۰ نوو ښوونکو ته اړتیا ده چې باید په رسمي توګه په کار وګومارل شي، خو هغوی اوس ۵۰۰ ښوونکي د لنډ مهال لپاره په قراردادي بڼه په دندو ګومارلي دي.
صمیمي دغه راز وویل، د کندهار د پوهنې ر
ياست له تېرو څلورو کلونو راهيسې د درسي کتابونو له سخت کمښت سره مخامخ دى، د پوهنې وزارت څو کاله مخکې يواځې يو ميليون کتابونه کندهار ته ورکړل چې ټول استهلاک شوي او اوس د ګټې اخيستو وړ نه دي.
يوه بله لويه ستونزه چې د کندهار د پوهې بهیر له یې ستونزو سره مخامخ کړی، د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى دى. دغلته شاوخوا ٨٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او ډېری زده کوونکي ان په دې یخ ژمي کې هم په خېمو کې زده کړې کوي.
صميمي وايي، د دې ولايت د پرانيستو ٣٢١ ښوونځيو له ډلې ١٩٠ يې ودانۍ نه لري او په ډېرو ښوونځيو کې ان زده کوونکي خېمې هم نه لري او تر اسمان لاندې زده کړې کولو ته اړ دي.
دى وايي، د پوهنې له وزارت څخه يې ښوونځيو ته د ودانيو د جوړولو غوښتنه کړې، خو منل شوې نه ده او سږ کال يې يواځې د ١٦ ودانيو د ترميم ژمنه کړې ده.
نوموړي دغه راز خبر ورکړ چې د ژمي لپاره د کندهار ښار او ولسوالیو د ښوونځیو د ټولګیو د ګرمولو لپاره ۲۴۰ زره کیلوګرامه بوټي اخیستل شوي او وېشل شوي دي.
د کندهار ډېری اوسېدونکي له اوسني ښوونیز بهیر څخه خوښ نه دي او له مرکزي ادارې د دغه ولایت د پوهنې د بهیر د معیاري کېدو او شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.
د کندهار ښار یو اوسېدونکی فیض محمد وايي، په تېرو کلونو کې د کندهار ولایتی ادارې او د پوهنې وزارت د دې ولایت د پوهنې د بهیر د ښه والي لپاره د پام وړ څه نه دي کړي، ځکه خو اوس نه یواځې کتابونه او ښوونکي کم دي، بلکې ډېری ښوونځي ان ودانۍ هم نه لري.
هغه زیاتوي، دغه ستونزو پر زده کوونکو او ښوونکو دواړو ناسم اغېز کړی او د پوهنې معیار یې ټیټ کړی دی.
نوموړي له اړوند وزارت څخه غوښته کوي چې د دې ولایت د پوهنې بهیر ته جدي پاملرنه وکړي او ستونزې هوارې کړي.
بلخوا د بېلابېلو ښوونځیو زده کوونکي وايي، د کتابونو د کمښت تر څنګ لویه ستونزه په یو شمېر ښوونځیو کې د ټولګیو نشتوالی دی چې له امله یې زده کوونکي اړ دي په دې یخ ژمي کې په خېمو کې زده کړې وکړي.
خو دوی یادونه کوي چې خېمې یې هم زړې شوي او د ګټې اخیستو وړ نه دي.
دوولس کلنه لېمه د کندهار ښار د کاکا سیداحمد لېسې زده کوونکې ده، دې پژواک خبري اژانس ته وویل، د ښوونیز کال له پیله یې کتابونه نه لرل، دا په تمه وه چې کتابونه به ورکړل شي، خو داسې ونه شول او اخر مجبوره شوه چې په بازار کې یې واخلي.
خو دا وايي، ډېرې کورنۍ توان نه لري چې خپلو ټولو ماشومانو ته کتابونه په بازار کې واخلي او بل ټول کتابونه هم په بازار کې نه موندل کېږي.
نوموړې دا هم وویل چې په ډېرو ښوونځیو کې د ټولګیو د کمښت له امله زده کوونکي مجبور شوي په دې یخ ژمي کې په خېمو کې زده کړې وکړي، چې د ګرمېدو لپاره یې هیڅ امکانات نشته.
د دې په خبره، یادې شوې ستونزې د دې لامل شوي چې ځينې کورنۍ خپل ماشومان له ښوونځیو را وګرځوي.
هغه د پوهنې له وزارت څخه غوښتنه کوي چې په کندهار کې دې د پوهنې اړوند ستونزې حل کړي او زده کوونکو ته د زده کړې ښه چاپېریال برابر کړي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










