منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

باميانو کې څلورو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

باميان (پژواک، ٦ مرغومى ٩٥): چارواکي وايي چې په بامیانو ولايت کې د څلورو ښوونځيو ودانۍ چې په ١٣٨٥ کال کې يې د جوړولو چارې پیل شوې وې، له لس کاله ځنډ وروسته نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د ښوونځیو په په دې ودانیو کې يوه د لېسې، يوه د منځني ښوونځي او دوه د لومړني ښوونځيو شاملې دي چې د باميان مرکز اړوند سرقل توپچي، قاضان، باريکي شهيدان او ګلستان سيمو کې جوړې شوې دي.

د باميان د والي وياند عبدالرحمن احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو ښوونځيو جوړېدو چارې له دې امله وځنډېدې چې د قراردادي شرکت او پوهنې وزارت تر منځ لاسليک شوى تړون، سيمه ييزې ادارې ته د منلو وړ نه و.

نوموړي زياته کړه: "چې په لومړي ځل د وحيد بکتاش شرکت د هر ښوونځي جوړولو لپاره ١٣٢ زره ډالرو په ارزښت، له پوهنې وزارت سره تړون کړى و؛ خو د روان کال په پيل کې يې کار نيمګړى پرېښود او تړون باطل شو او په ورته وخت کې له بل شرکت سره تړون لاسليک شو."

احمدي زياته کړه چې پر ګلستان ښوونځي نږدې څلور ميليونه افغانۍ، د شهيدانو باريکي پر ښوونځي د يو ميليون او ٣٠٠ زرو افغانۍ او د توپچي سرقل پر ښوونځي دوه نيم ميليونه او ٧٠٠ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د کليو پراختيا وزارت له بودجې ورکړل شوی دی.

احمدي وويل چې تړونونه د وزارتونو له لوري لاسليک کېږي، بايد له پروژو څخه د څارنې مسووليت هم پرغاړه واخلي، څو پروژې له ستونزو سره مخ نه شي.

احمدي زياته کړه چې د يادو ښوونځيو ودانيو په جوړېدو سره، په ياد ولايت کې زرګونو زده کوونکو ته د زده کړو موکه برابره شوې ده او راتلونکى کال هم په باميانو کې د څو نورو ښوونځيو جوړولو پلانونه هم تر لاس لاندې دي چې ياد پلانونه له پوهنې وزارت سره شريک شوي دي.

د باميانو د والي وياند د پوهنې په تړاو د ياد ولايت اوسېدونکو له لېوالتيا څخه خوښي وښوده او ويې ويل چې د ځينو موسسو له لوري د ترسره شوو سروې ګانو له مخې، په باميان ولايت کې ان يو خيالي ښوونځى او زده کوونکى هم شتون نه لري د باميان ولايت زده کوونکو او ښوونځيو په اړه شمېرې کره دي.

د باميان د پوهنې سرپرست رييس محمد ايوب اميري پژواک ته وويل چې په باميانو کې ٣٣٩ ښوونځي شتون لري چې ١١٢ ښوونځي يې الحاقيه ودانيو ته اړتيا لري او ٦٠ نور يې ودانۍ نه لري.

هغه زياته کړه، ١٤٠ زره زده کوونکي چې ٤٨سلنه يې نجونې دي، د باميان په ښوونځيو کې له لومړي ټولګي تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کوي.

د باميانو اوسېدونکى جمعه خان مهدوي د پروژو پر ځنډېدو نيوکه وکړه او ويې ويل څو چې تړونونه په شفاف ډول ترسره نه شي، پروژې به ځنډېږي چې پاى کې به خلک په ځانګړې توګه زده کوونکي زيانمن شي.

نوموړي زياته کړه چې لسګونه کلونه د دې سيمو زده کوونکي د ښوونځيو جوړېدو ته په تمه وو، په پروژو کې د نه روڼتيا او نه څارنې له امله، زده کوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه