منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ديني عالمان: د “بي بي جوړه” په نوم صدقه شرعي رېښه نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٥): ديني عالمان د ځينو ښځو له خوا د "جوره بي بي" په نامه د صدقې ورکړه خرافات او بدعت بولي او وايي چې دغه کار هېڅ شرعي بنسټ نه لري.

په "جوره بي بي" صدقه کې اووه جوړه ښځينه جامې له نورو ملحقاتو سره پر بېوزلو مېرمنو وېشل کېږي.

٦٥ کلنه بي بي حليمه وايي چې د بي بي جوړې په نامه د اوو جوړو ښځينه جامو ورکړه له پخوا نه په افغانستان کې دود ده، ځينې ښځې په خپل ژوند کې دا رواج پر ځاى کوي، خو د يو شمېرو نورو بيا د هغوى له مرګ نه وروسته اړو کسانو ته ورکول کېږي.

حليمه وايي، غواړي په نږدې راتلونکي کې دغه دود پر ځاى کړي، هغې پژواک ته وويل چې اوو مېرمنو ته اووه جوړې ښځينه جامې چې هره يوه يې درې متره کتان ټوکر دى، نيم متر پرتوګ، يو جوړه پلاستيکي بوټونه، يوه پلاستيکي کوزه، يوه اندازه مالګه، يوه کلوله تار، يوه ستن، يوه ږمنځ، يوه د مخ کتلو هنداره، يوه کاسه اوړه، يوه اندازه تروشه خميره، يو د خټو تغاره په کې دي، چمتو کړي.

بي بي حليمه وايي، دا صدقه ((د بې بې حاجي جوړې)) د قران شريف له ختم وروسته اوو داسې ښځو ته ورکوي چې په وخت سره لمونځ کولو او د قران کريم تلاوت ته ژمنې وي.

دغې بوډۍ مېرمنې زياته کړه چې ښځې بايد دا صدقه په خپل ژوند په خپل لاس سره اړو کسانو ته ورکړي.

بي بي حليمه وايي: ((غواړم چې دا صدقه په خپل لاس ورکړم او له نړۍ پوروړې لاړه نه شم.))

بلخوا ځينې ښځې چې په خپل ژوند يې دغه صدقه نه ده ورکړې، د مرګ په لومړۍ ورځ يې د کورنۍ او خپلوانو له لوري پر اړو مېرمنو وېشل کېږي.

د کابل ښار خيرخانې ساحې يوې اوسېدنکې ٤٣ کلنې قندي ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې مور يې په ژوند نه وه توانېدلې چې اړو مېرمنو ته د (بي بي جوړو) په نامه صدقه ووېشي.

هغه وايي چې د مور د مړينې په لومړۍ ورځ، مخکې له دې چې جنازه يې له کوره وباسي، د مور د غوښتنې پر بنسټ يې اووه جوړه ښځينه جامې برابر کړې او پر اوو ښځو يې ووېشلې.

دغه مېرمن وايي: ((مور مې پور راباندې اېښى و او ما يې هم غوښتنه بشپړه کړه.))

قندي ګل په داسې حال کې چې ويل يې دغه رواج له پخوا نه ښځو ته ورپاتې دى، زياته يې کړه: ((غواړم چې په خپل ژوند د خپلې بي بي جوړې ورکړم.))

خو ديني عالمان (د بي بي جوړې) په نوم صدقه ورکول بدعت او د شريعت خلاف کار بولي.

ديني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن وايي چې له شرعي اړخه د (بي بي جوړه) په نامه هېڅ شى نشته، خو هر کله چې څوک جامې، پيسې، يوه ټوټه رخت او... د خداى په نامه صدقه کړي، نو څه ستونزه نشته؛ ځکه چې هره صدقه که د خداى په نوم اړو کسانو ته ورکړل شي، اجر او ثواب لري.

فروتن وايي چې د خداى په نوم دا ډول صدقې دې په ژوند ورکړل شي او زياتوي: ((کله چې يوه مېرمن مړه کېږي او ورثه يې جامې (د بې بي حاجي جوړې) په نوم چا ته صدقه کوي، دغه کار بدعت او مطلق حرام دى.))

هغه وايي چې هره صدقه چې د يوې ښځې له مرګ وروسته د هغوى د ورثې له لوري ورکول کېږي، د ورثې په اتفاق او د الله په نوم دې وي، که نه له دې پرته شرعي صبغه نه لري.

بلخوا يو ديني عالم ډاکټر اياز نيازى هم وايي چې مسلمانان بايد پوه شي، هغه څه چې ترسره کوي، له اسلامي شريعت سره برابر وي.

د نيازي د معلوماتو له مخې: ((د بي بي جوړه له بده مرغه چې د يوه دود او ټولنيز ادب په توګه پېژندل شوې ده، يو شمېر انسانان له دين نه خبرتيا نه لري، فکر کوي چې د بي بي جوړه په نامه صدقه د اسلامي کلتور يوه برخه ده، په داسې حال کې چې دا ښکارنده خرافات او بدعت ګڼل کېږي، هېڅ شرعي بنسټ نه لري.))

پر دې سربېره څنګه چې مسلمانان په خپل ژوند کې د خرافاتو او نا منلو دودونو د ترسره کولو حق نه لري، له مرګ وروسته هم بايد د متوفي په حق کې خرافات او بدعت ونه کړي او روح يې نا ارامه نه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور