کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٥): د لوړو زده کړو او کابل پوهنتون چارواکي وايي، د وزارت له خوا يوه ټاکل شوې کمېټه د اسلامي ثقافت د مضمون د تعديل په اړه کار کوي.
دغه څرګندونې يادو چارواکو، نن له اجرائيه رئيس سره په يوه ناسته کې په ډاګه کړې دي.
له اجرائيه رياست څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر عبدالله د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره د اسلامي ثقافت د مضمون په اړه خبرې وکړې.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت د اسلامي ثقافت د څېړنې د کمېسیون مشر پوهاند حمیدالله امین او هم د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئيس دکتور عبدالبصیر بصیرت وضاحت ورکړ او ویې ویل، د وزارت له لوري یوه ټاکل شوې کمېټېه د اسلامي ثقافت د مضون د تعدیل په اړه کار کوی.
سرچينه زياتوي، اجرائيه رئيس په دې اړه د ځينو استادانو او نورو هېوادوالو اندېښنې په ډاګه کړې او لارښونه يې وکړه، چې هر څه ژر په دې اړه د وزارت له اصولو سره سم اقدامات وشي.
څه موده وړاندې د ولسي جرګې يوه غړي عبدالحفيظ منصور ويلي و: "زموږ زياتره جوماتونه افراطي فکر خپروي، اسلامي ثقافت همدا اوس د افغانستان په پوهنتونونو کې ترهګر روزي."
خو د هغه دا څرګندونې د ولسي جرګې د ځينو غړو او خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې.
تردې وروسته ځينو چارواکو په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون پر بياکتنې ټينګار کړى و.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه راز په دې ناسته کې په کابل کې د یومف سویس پوهنتون د تحصیلي اسنادو ستونزه وڅېړل شوه.
د لوړو زده کړو وزارت چارواکو وویل، دغه پوهنتون د سویس په کانټون کې راجستر دی، خو اسناد یې هېڅ ځاى د منلو او تایید وړ نه دي.
هغوی زياته کړې، د یومف سویس پوهنتون لوګو او نور باطل دي او هم په افغانستان کې نه شي کولای، چې د خصوصي پوهنتون په څېر فعالیت وکړي؛ ځکه نه یې د یوې نمایندګۍ اصول پر ځای کړي او نه یې د یوې خصوصي موسسې په توګه راجستر کړی دی.
اجرائيه رئيس عبدالله د لوړو زده کړو وزارت ته هدایت ورکړ، چې د اصولو او قوانینو په رڼا کې په افغانستان کې د یومف سویس پوهنتون سره اجراات وکړي او اجازه ورنه کړي، چې د ځينو هېوادوالو تحصیلي فرصتونه ضایع شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










