جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۹۵): د ننګرهار د ژورنالېستانو شورا وايي چې په دغه ولايت کې ژورنالېستان له لويو ننګونو سره مخ دي او ولايتي ادارې يې د مصونيت لپاره هېڅ کار نه دی کړی.
دغه شورا چې د مرغومي په ۷مه يې په جلال اباد ښار کې د موجوديت اعلان وکړ، ژمنه یې وکړه چې د ژورنالېستانو د حق غوښتنې، خونديتوب او مسلکيتوب لپاره به هلې ځلې کوي.
د ننګرهار د ژورنالېستانو شورا د افغانستان د ژورنالېستانو په شورا پورې تړلې چې تر دې وړاندې يې د هېواد په ۲۹ ولايتونو کې ورته شوراګانې جوړې کړې دي.
د دغې شورا مشر شفيق الله ميمله وال وويل چې اوسمهال په ننګرهار کې ژورنالېستان له درېيو لويو ننګونو سره مخ دي چې يو يې اقتصادي مافيا، بل يې هم د دولت د وسله والو مخالفينو ګواښونه او درېيم يې هم خپله د ژورنالېستانو نا مسلکي چلند او ستونزې دي.
هغه د شورا په استازۍ ډاډ ورکړ چې د ژورنالېستانو پر وړاندې د ستونزو په حل کې به هلې ځلې کوي او هم به د ټرينینګونو او ورکشاپونو له لارې ژورنالېستان په مسلکي کچه روزي.
د افغانستان د ژورنالېستانو شورا عمومي مشر حفيظ الله بارکزي وويل چې دغې شورا له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې په بېلابېلو نومونو د ژورنالېستانو او رسنيو د مصوونيت او نورو اړخونو کې کار کړی دی.
هغه وويل چې له ولسمشر غني سره يې کتلي او تازه يې ترې خبريالانو او رسنيو د مصونيت او تحقيقي ژورناليزم په برخه کې د مرستې او همکارۍ ډاډ حاصل کړی دی.
هغه وويل، په ننګرهار کې دغه شورا چې شفيق الله ميمله وال يې د رييس، شاه جهان جهاني د مرستيال، يوسف ظريفي د منشي او د دوو ښځو په ګډون ۱۱ نور د رهبرۍ شورا غړي لري موقتي ده او ټاکنو ته به لار هواروي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د ننګرهار د والي په استازولۍ خبرې وکړي او ژمنه يې وکړه چې د يادې ټولنې ترڅنګ والي د ټولو ننګرهار مېشتو ژورنالستانو ملاتړی دی.
هغه وويل چې ولايتي ادارې تل د ژورنالستانو ستونزې حل کړي او که په راتلونکي کې هم ورته کومه ستونزه پېدا کيږي؛ نو ولايتي اداره به ورسره د حل په موخه مرسته کوي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم د شورا له مسولينو غوښتنه وکړه، چې شورا بايد حرکت وکړي؛ ځکه ډېرې ټولنې شته، چې د ژورنالستانو په نوم پروژې اخلي او د ژورنالستانو ستونزې نه حلوي.
په غونډه کې د افغانستان د خواريکښو او مزدورانو د اتحاديې مشر ډاکټر محمد لياقت عادل وويل، چې په هيواد کې د ډيرو برخو کارګرو ته پوره حقونه نه ورکول کېږي او ژورنالستان هم له يادې ستونزې سره مخ دي.
هغه د رسنيو له ادارو غوښتنه وکړه، چې پر ژورنالستانو د ډير او له اتو ساعتونو څخه اضافه کار مخه دې ونيسي او هم دې د هغوی د کاري وسايلو د نوي کولو په برخه کې اقدام وکړي.
د ننګرهار د ژورنالستانو شورا د غونډې په پای کې ژمنه وکړه، چې د ننګرهار مېشتو ژورنالستانو د ستونزو د حل او يووالي لپاره به هلې ځلې کوي او هم به په دغه ولايت کې تحقيقي ژورنالېزم ته زمينه برابروي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










