منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“يوازې د علم په ترلاسه کولو سره هېواد کې د تپل شوې جګړې مخه نيولى شو”

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۹ کتنې

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٥): د پوهنې وزارت سرپرست، د اريانا افغان-ترک ليسې زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې له کورنيو غوښتنه وکړه، چې د خپلو بچيانو ښوونې او تحصيل ته جدي پاملرنه وکړي، څو له دې لارې په هېواد کې پر افغانانو تپل شوې جګړه پاى ومومي.

 د پوهنې وزارت سرپرست اسدالله محقق جهاني چې نن د اريانا افغان-ترک ليسې د فراغت د ١٣ دورې په مراسمو کې  د خبرو پر مهال وويل، چې د تېرو څو لسيزو جګړو افغانستان ويجاړ کړى دى.

 نوموړي علم او پوه د انسان ټول واک او قدرت وباله او ويې ويل: "پوه او تحصيل کړي انسانان کولى شي چې افغانستان له اوسنيو ستونزو راوباسي او د نړۍ له نورو پرمختللو هېوادونو سره يې په قطار کې ودروي."

 نوموړي له هېوادوالو وغوښتل، څو د خپلو بچيانو ښوونې او تحصيل ته جدي پاملرنه وکړي، څو له دې لارې په هېواد کې شته جګړو ته د پاى ټکى کېږدو او د پرمختګ او هوساينې لورى ونيسو.

 د يادې دورې يوه فارغ شوي زده کوونکي سعد حکيم چې په لومړۍ درجه فارغ شوى، د افغان-ترک ليسې له درسونو څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، چې ځوانان د هېواد راتلونکى دى، دوى بايد له خپلو ذهنونو منفي فکر او تعصب لرې کړي او د خپل هېواد راتلونکي ته فکر وکړي.

 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل: "دا د ځوانانو دنده ده، چې په خپلې پوهې او دانش سره د جګړې او وينې تويولو مخه ونيسي او افغانستان د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودروي."

 د افغان-ترک ليسې مدير عبيدالله دين لر په دغو مراسمو کې وويل، چې د يادې ليسې په ١٣ پړاو فارغينو کې ٧٦ زده کوونکي فارغ شول.

 هغه څرګنده کړه، چې په تېرو څو کلونو کې په ټول هېواد کې د افغان-ترک له ښوونځيو څخه زرګونه کسان فارغ شول، چې له دې جملې يې ١٥٥ کسان طب، له ٣٢٠ زده کوونکي انجنيرۍ، ١١٣ زده کوونکي اقتصاد او ٧٧ نور يې په پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

 د هغه په وينا، دغه راز د افغان-ترک ليسې له ٢٧٧ زيات زده کوونکي د بورسونو له لارې د نړۍ پېژندل شوو پوهنتونونو ته لېږل شوي او په يادو هېوادونو کې خپل تحصيل ته دوام ورکوي.

 د يادولو ده، چې تېر کال د افغان-ترک ليسو زده کوونکو د هندوستان په نوي ډهلي ښار کې د رياضياتو او ساينسي مضامينو په سياليو کې د ګډون پر مهال د نهو هېوادونو زده کوونکو له جملې، د سرو زرو نهه مډالونه او د سپينو زرو ١٢ مډالونه په خپلو نومونو کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه