کابل (پژواک،١٢ مرغومى ٩٥): د پوهنې وزارت سرپرست په هېواد کې د څه باندې ١٠٠٠ ښوونځيو تړلو خبر ورکوي او وايي، ماليې وزارت په تېرو درېيو کلونو کې، په داسې حال کې د ښوونکو لپاره هيڅ بست نه دى منظور کړى، چې د ٤٢زرو ښوونکو ګومارنې ته اړتيا شته.
د پوهنې سرپرست وزير ډاکټر اسدالله محقق، نن د هېواد پوهنې بهير په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره مشرانو جرګې ته ور بلل شوى و.
نوموړي د جزئياتو له ورکولو پرته وويل، اوسمهال په ټول هېواد کې ١٠٠٥ ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړلي دي؛ خو له بېلابېلو لارو هڅې روانې دي چې بېرته د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شي.
د نوموړي په وينا، په تېرو دوو اونيو کې د قومي مخورو او سيمه ييزو مسوولينو په همکارۍ ٢٧ ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.
نوموړي د ودانيو، درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه ومنله او د مسلکي ښوونکو کمښت په اړه يې وويل: "درې کاله کېږي چې ماليې وزارت ان يو بست هم پوهنې وزارت ته نه دى ورکړى، په تېرو کلونو کې هر کال دې وزارت ته ١١ زره بستونه ورکول کېدل."
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ماليې وزارت سره خبرې وکړو؛ خو د مطبوعاتي برخې له مسوولينو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه.
د پوهنې سرپرست وزير يادونه وکړه چې دمګړۍ دا وزارت ٤٢زرو ښوونکو ګومارنې ته اړتيا لري او بايد راتلونکي کال کې لږ تر لږه د دې وزارت په واک کې ١٦زره بستونه ورکړل شي.
نوموړي د نن ورځې غونډه کې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "٩٨ سلنه د درېيمې رسمي ژبې کتابونه چاپ شوي دي، کله چې د يادو ښوونکو بستونه د پوهنې وزارت په واک کې ورکړل شي، تدريسي چارې به يې پيل شي."
د نوموړي په خبره، د هېواد د درېيمې رسمي ژبو (ازبکي، ترکمني، نورستاني، بلوڅي، پشه يي، پاميري او ګوجري) کتابونه تر نهم ټولګي پورې چاپ شوي دي.
محقق زياته کړه، پوهنې وزارت ښوونکو ته له ټاکلي امتيازاتو څخه خوښ نه دى؛ خو اوسنى معاش د حکومت شته امکاناتو ته په پام سره ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، ٩٠ سلنه ښوونکي د رتبو او معاشاتو سيستم کې شامل شوي دي او پاتې نور به راتلونکي کال کې له ازموينې وروسته د سيستم تابع شي.
پوهنې وزارت کې چارواکي وايي، د رتبو او معاشاتو سيستم کې شامل شوي ښوونکي له ٧٥٠٠ تر ٣٥زرو افغانيو معاش لري او کوم ښوونکي چې دې سيستم کې شامل شوي نه دي، له ٥٠٠٠ افغانيو تر ٧٠٠٠ افغانيو تنخوا لري.
د پوهنې وزارت سرپرست وويل، د هېواد په کچه له ١٦زرو فعالو ښوونځيو څخه٤٠ سلنه يې ودانۍ نه لري.
د هغه په وينا، د پوهنې وزارت په وار وار د بوديجې کمښت ستونزه له ماليې وزارت سره شريکه کړې ده؛ خو تراوسه يې مثبت ځواب نه دى ترلاسه کړى.
اسدالله محقق د ښوونځيو تعليمي نصاب په اړه وويل: "هېڅ ښوونځي او يا خصوصي بنسټ ته اجازه نه ورکول کېږي چې ښوونځيو کې د نورو هېوادونو تعليمي نصاب تدريس کړي."
د هغه د معلوماتو پربنسټ، د ښوونځيو له لومړي ټولګي تر شپږم ټولګيو د کتابونو بياکتنه بشپړه شوې ده او له اووم تر دولسم ټولګيو د نصاب کتنه روانه ده.
په پاى کې د جرګې حاضرو غړو په زياتو رايو سره د پوهنې سرپرست وزير ځوابونه د قناعت وړ وبلل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










