منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د خرما لومړنی باغ به راتلونکی کال حاصل ورکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۳ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د کانال رياست مسوولين وايي چې د دغه رياست اړوند پر اته هکتاره ځمکه جوړ شوی د خرماوو باغ به راتلونکی کال حاصل ورکړي.

دغه باغ اته کاله وړاندې د سعودي عربستان حکومت په مرسته د ۴۰۰۰ ونو په کېنولو جوړ شو او ټاکل شوې وه چې په څلورو کلونو کې حاصل ورکړي؛ خو د کانال رياست د امکاناتو نشتوالي او نه پاملرنې دغه چاره تر اوسه ځنډولې ده.

د ننګرهار د کانال رييس انجنير غلام حضرت عبدالرحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس يې تازه دغه باغ ته يو مدير او څو باغوانان په خدمتي توګه لېږلي چې باغ حاصل ته چمتو کړي.

عبدالرحيمزی وايي، ياد باغ ته هېڅ پاملرنه نه وه شوې او ځنګل ته ورته حالت يې خپل کړی و؛ خو وايي، د دوی په هلو ځلو اوس د باغ حاصلاتو ته هيله مندي پيدا شوې ده.

د دغه باغ نوی مدير عبدالقيوم اطرافي وايي چې اوس يې هلې ځلې ګړندۍ کړي، باغ ته يې نوی رنګ ورکړی او حاصلاتو ته يې هم ډېره هيله مندي پيدا شوې ده.

د اطرافي په وينا، په پلان کې ده چې راتلونکی کال له دغه باغ څخه دوه ټنه خرما راټوله او بازار ته يې عرضه کړي او هم هڅې روانې دي چې دغه بوټي د ننګرهار په ګډون د ختيځ نورو ولايتونو ته هم تکثير کړي.

د خرماو د باغ مدير وايي چې د کانال اوسني رييس ورته پاملرنه دېره کړې څو باغوانان يې هم ورکړي او د پاکولو، ښاخ پرېکولو او کود ورکولو يوه لنډه پروژه يې هم ورته برابره کړې وه.

عبدالقيوم اطرافي وړاندې وويل، باغ ته نه پاملرنه د دې لامل شوې چې له څلورو زرو بوټو څخه ۱۳۰۰ بوټي ضايع شي او اوس مهال په باغ کې ۲۷۰۰ ونې پاتې دي؛ خو تمه شته چې همدغه بوټي تکثير شي او د ضايع شوو بوټو ځايونه بېرته ډک شي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د باغ حاصلات له څلورو کالو نهم کال ته ورسېدل، پژواک ته وويل: ((له يوې خو د انجنيرانو نا بلدتيا وه چې بوټي يې سم نه دي کرلي، بل د ځمکې نا اشنايي وه، لومړی بوټو له ځمکې سره ځان بلد کړ او تر ټولو ستره خبره دا ده، چې دې باغ ته د کرلو له ورځې وروسته هېڅ پاملرنه نه وه شوې.))

ده زیاته کړه، کله چې باغ ته راغی؛ نو باغ ځنګل ته ورته شکل غوره کړی و، ونې بېخي شاخ بوري شوې نه وې او ځمکه يې له وښو ډکه شوې وه.

د اطرافي په وينا، اوس هم په ډېر عادي وسايطو کار کوي او د باغ دارۍ عصري وسايل ورسره هېڅ نشته.

هغه پر حکومت او مرستندويه ټولنو غږ وکړ چې دغه باغ ته پاملرنه وکړي؛ ځکه د حاصلاتو راټول يې له يوې خوا د اقتصاد غښتلتيا ته ګټه لري او له بلې خوا به د خرما په برخه کې له پردي احتياجه هم هېواد وساتي.

د ننګرهار کانال نه يوازې د خرما باغ لري، بلکې د زيتونو او سترسو ستر باغونه هم لري چې د کتونکو په باور که پاملرنه ورته وشي؛ نو د ننګرهار دغه حاصلات به د ټول افغانستان اړتياوې پوره کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه