منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“ټول بند ښوونځي دې خلاص شي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کندهار (پژواک، ١٣ مرغومى ٩٥): "ټول بند ښوونځي دې خلاص شي، موږ نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوو، موږ کتاب او قلم غواړو."

دا د هغه کمپاين شعارونه دي چې زده کړو ته د خلکو د هڅولو او د تړلو ښوونځيو د پرانيستلو په موخه د نوي زېږدیز کال له لومړۍ ورځې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ له یوې لرې پرتې سیمې پیل شو.

د دغه کمپاین سمبالښت د قلم لار ټولنې کړی و چې له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د بندو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې کوي.

د يادې ټولنې مسوولین وايي، د نوي کال له لومړۍ ورځې یې یو ځل بیا د بندو ښوونځیو د پرانیستلو په موخه کمپاین پیل کړی چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو هغو سیمو ته به وغځول شي چې ښوونځي په کې بند دي.

د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په دې وروستیو کې يې د ټولنیزو رسنیو له لارې خبر ورکړی و چې یو ځل بیا د بندو ښوونځیو د بېرته پرانیستل کېدو په موخه کمپاین پیلوي.

هغه زیاته کړه، دغه کمپاین یې د سپین بولدک ولسوالۍ له یوې داسې لرې پرتې سیمې را پیل کړ چې هلته هېڅ ښوونځی نشته، خو اوسېدونکي یې له حکومت څخه ښوونځي غواړي.

د ده په خبره، په دغه کمپاین کې ځایي اوسېدونکو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی و او ټولو په یوه اواز ویل چې زده کړې یې د ماشومانو حق دی او نه غواړي چې هغوی نور په تیارو کې ژوند وکړي.

دی وايي، په دغه کمپاین کې تر ټولو مهم ټکی دا و چې خلکو ویل نجونو ته د زده کړې اجازه ورکوي.

ویسا زیاتوي، خلکو د دغه کمپاین له لارې غوښتنه وکړه چې حاضر دي خپل ماشومان (نجونې او هلکان) ښوونځیو ته ولېږي او هم په خپله د ښوونځیو ساتنه وکړي.

د هغه په وينا، اوس د پخوا په پرتله تر ډېره د خلکو فکر بدل شوی او هغسې نه دي چې ګومان کېده ښوونځي نه غواړي او یا نجونو ته د زده کړې اجازه نه ورکوي.

نوموړي وویل، هوډ یې کړی دغه کمپاین د هېواد د ۳۴ ولایتونو هغو سیمو ته وغځوي چېرې چې ښوونځي بند دي او ماشومانو ته د زده کړې هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

ده زياته کړه، په دغه کمپاین کې به تر ډېره له موټرسایکلونو کار اخلي او ډېرو هغو سیمو ته به د پوهنې پیغام رسوي چې د موټر لار نه ده ورغلې.

کندهار د سوېل له هغو ولایتونو دی چې یو خو له لویه سره د نورو ولایتونو په پرتله د ښوونځیو کم تشکیل ورکړل شوی او له بله پلوه د بېلابېلو ستونزو له امله په کې لسګونه ښوونځی بند دي.

دا مهال د کندهار له ۴۶۰ ښوونځیو څخه ۱۳۹ ښوونځي بند دي چې د پوهنې ریاست یې لامل د کدرونو نشتوالی، د ښوونکو کم تشکیل، ناامني او نور ګڼي.

ان د کندهار له ۱۷ ولسوالیو څخه درې ولسوالۍ (ښوراوک، رېګستان او غورک) داسې هم دي چې اصلاً د زده کړو هېځ مرکز په کې نشته.

ویسا د دې ستونزې لامل د پوهنې وزارت کمزوری مدیریت او د ارادې نشتوالی ګڼي او یادونه کوي که د خلکو د عامه پوهاوي لپاره پراخ کار وشي نو دا ډېره اسانه ده چې په هېواد کې دې بند ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د ده په باور، ستونزه یوازې د بندو ښوونځیو نه ده، بلکې چېرې چې هېڅ رار ستونزې نشته په ښوونځيو کې د زده کړې د بهیر معیار هومره ټیټ دی چې خلک ورڅخه راضي نه دي.

دی وايي، ماشومانو هېڅ ګناه نه ده کړې، په یوه او بله بهانه هغوی له زده کړې بې برخې کول ستر ظلم دی.

نوموړی ټینګار کوي چې که د پوهنې وزارت قوي اراده او پیاوړی مدیریت ولري، نو داسې طرحې شته چې په عملي کېدو سره یې شونې ده، په ټول هېواد کې بند ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

که څه هم د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې په دې وروستیو کې یې په هغو سیمو کې د مرستندویه ادارو په همکاري د زده کړې سیمه ییز ټولګي جوړ کړي چې ښوونځي په کې نشته.

دغه سيمه ييز ټولګي هر کال ارتقا کوي او په تدريجي توګ پر ښوونځيو بدلېږي.

که څه هم ویسا دغه کار ګټور ګڼي خو وايي، له بده مرغه دغه سیمه ییز ټولګي په هغو سیمو کې جوړ شوي چېرې چې ښوونځي شتون لري.

دی وايي، کاش دغه سیمه ییز ټولګي په هغو سیمو کې جوړ شوي وای چې هلته هېڅ ښوونځی او د زده کړې مرکز نشته.

د يادونې ده، قلم لار ټولنې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د بندو ښوونځیو او په ولسوالیو کې د کتابتونونو جوړولو لپاره کمپاینونه کړي دي.

د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر اسدالله محقق پرون مشرانو جرګې ته ويلي وو چې اوس مهال په ټول هېواد کې ١٠٠٥ ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله تړلي دي؛ خو له بېلابېلو لارو هڅې روانې دي چې بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه