ژبه

په دور بابا ولسوالۍ کې ۴۵ نوي ښوونکي پر دندو وګومارل شول

توسط يوسف ظريفي

جنوري 3, 2017 - 11:19 am

Views: 85

جلال اباد (پژواک، ۱۴ مرغومى ٩٥): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د دوربابا ولسوالۍ د اوسېدونکو د غوښتنو پر اساس يې دغې ولسوالۍ ته ۴۵ نوي ښوونکي ګومارلي دي.

تر دې وړاندې به استادان له جلال اباد ښار څخه دور بابا ته راتلل او هلته به يې زده کوونکو ته زده کړې ورکولې.

دوربابا د ننګرهار هغه ولسوالي ده چې خلکو يې امنيت خپله تامين کړی؛ خو د پوهنې، روغتيا او رغونې په برخه کې له بېلابېلو ستونزو شکايت لري.

پر دغو مشکلاتو د پژواک خبري اژانس په ګډون يو شمېر رسنيو راپورونه خپاره کړل او ستونزې يې د ننګرهار تر والي ورسولې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۴مه پژواک ته وويل چې پرون د والي محمد ګلاب منګل په لارښوونه د پوهنې ریاست له لوري په دوربابا ولسوالۍ کې د یادې ولسوالۍ ۴۵ تنه ښوونکي په بېلابېلو ښوونځیو کې پر دندو وګومارل شول .

هغه زياته کړه چې د یادو ښوونکو د ګومارنې په موخه دوربابا ولسوالۍ کې ازموینه واخیستل شوه چې په کې د دوولسم، څوارلس او لیسانس تر کچې ۶۶ فارغینو ګډون کړی و.

خوږياڼی وايي، د یادې ازموینې له لارې ۴۵ تنه چې د دوربابا ولسوالۍ اوسني استوګن دي، بریالي شوي چې په یاده ولسوالۍ کې په بېلابېلو ښوونځیو کې پر دندو وګومارل شول .

د دوربابا ولسوالۍ د ځوانانو د شورا مشر رڼا ګل شينواري له پژواک سره په خبرو کې دې ولسوالۍ ته د نوو ښوونکو د ګومارلو چاره تاييد کړه؛ خو وايي چې لا تر اوسه ښوونکو دنده نه ده پيل کړې.

هغه وايي چې اوسمهال ښوونځي رخصت دي او تر رخصتۍ وروسته ورسره ولايتي ادارې او پوهنې رياست ژمنه کړې چې ټول ۴۵ ښوونکي به دندو ته ورځي.

د دور بابا ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي کفتر خان پژواک ته وويل چې تر دې وړاندې به استادان له جلال اباد ښار څخه دور بابا ته راتلل او هلته به يې زده کوونکو ته زده کړې ورکولې.

هغه وايي: ((کله به استادان په وخت نه رسيدل، کله به بيخي نه راتلل چې دا زموږ لپاره يو لوى مشکل و، خو اوس ښه شو چې زموږ له ولسوالۍ څخه استادان وټاکل شول.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دا چې دې ولسوالۍ استادان نه درلودل نو د پوهنې برخه يې هم ډېره کمزورې ده او ان ښوونځيو ته يې ودانۍ هم نه دې جوړې شوي.

login or register a new account.