منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۷ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هېواد کې د ٤٠٠ زره نابيناوو له ډلې درې زره کسان زده کړو ته لاسرسى لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د نابيناو ملي ټولنه وايي  چې په ټول هېواد کې شا وخوا ٤٠٠ زره نابينا موجود دي، چې له دې جملې يې يوازې درې  زره کسان د زده کړو ځانګړو امکاناتو ته لاسرسى لري.

د نابيناوو ټولنې مشر شاهين حسام دغه موضوع نن په هغو مراسمو کې چې د نابيناو د نړيوالې ورځې (٤ جنوري) په مناسبت، د افغانستان د المپيک ملي کمېټې، د رهياب د بياوړتيا موندنې موسسې او افغانستان کې د نابينا ښځو او ماشومانو بنسټ له لوري ترسره شوي و، څرګنده کړه.

هغه وويل، د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ټول هېواد کې شا وخوا ٤٠٠ زره نابينايان موجود دي او اټکل کېږي چې هر کال ٢٥ زره کسان د روغتيايي ستونزو او خدمتونو د کموالي له امله په ياد برخليک اخته شي.

حسام د نابينايانو له لوري د سواد او کسب زده کړو ته په اشارې سره زياته کړه، چې له برېل ليکدود څخه د نابيناو زده کړې په ١٣٤٣ کال د امريکايي مېرمنې او مېړه له لوري پيل شوې.

د هغه په وينا، دغه ليک د وخت په تېرېدو سره مروج شو او په تدريس کې د اسانتياو په رامنځته کېدو سره د هېواد په اوو ولايتونو کابل، بلخ، هرات، ننګرهار، غزني او خوست ولايتونو کې شا وخوا ٣ زره نابينا کسان باسواده شوي، چې له دې جملې يې ٦٥ کسانو خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړى.

خو د نابينايانو ملي ټولنې مشر، د يادې لړۍ د ټکني توب له امله پر حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل، چې نابينايانو ته بايد په روزنيزو او روغتيايي برخو کې ډېر کار وشي او دوى ته دغه راز د کار زمينه هم برابره شي.

شاهين حسام څرګنده کړه، چې په کابل کې د نابيناوو لپاره د ځانګړو کتابونو د چاپ او خپرولو په موخه د نابيناو ملي مطبعه هم جوړه شوې، خو تر اوسه پورې يې تشکيل د حکومت له لوري نه دى منظور شوى او دغه مطبعه اوسمهال په ښه توګه فعاليت نه کوي.

نوموړي ورته مهال له غيردولتي او خصوصي برخې هم غوښتنه وکړه، څو په دغه برخه کې ګام پورته کړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شهيدانو او معلولينو مرستيالې جميله افغانۍ وويل، چې د نابيناو ستونزې او خنډونه ويني او دغه وزارت به له خپل وس سره سم د دوى ستونزو د هواري په موخه ګامونه پورته کړي.

نوموړې د بېلګې په ډول له لوړو زده کړو وزارت سره د هېواد په پوهنتونونو کې د معلولينو د ځانګړي ډيپارټمنټ د رامنځته کولو په اړوند د دغه وزارت له ابتدايي همغږۍ يادونه وکړه او ويې ويل، ډېره هڅه به وکړي، څو دغه موضوع ځانته اجرايي بڼه غوره کړي.

لويي بريل له فرانسوۍ لوييس بريل سره چې دواړو له نابينايۍ رنځېدل، شا وخوا درې پېړنۍ وړاندې د بريل خط اختراع کړ. چې د هغه له مړينې وروسته له  ١٨٥٣ زېږديز کال راهيسې هرکال د جنورۍ مياشتې څلورمه نېټه، له دغه خط نمانځنه کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه