منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۲ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په کابل کې ځیني د ګذر وکيلان له خلکو نا قانونه پيسې اخلي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ مرغومى ٩٥): د کابل يو شمېر اوسېدونکي وايي چې یو شمېر د ګذر وکيلان د ښاروالۍ له لوري د خپل فعاليت د جواز له پخلي وروسته په غير قانوني ډول له خلکو د هغوى د اسنادو د تاييد په بدل کې پيسې غواړي.

د تذکرې فورم، د ښوونځي د زده کوونکو مدارک، د کور د پېر او پلور قباله او د کور د کرايې سند، هغه اسناد دي چې د اړوندو بنسټونو له لوري بېلابېلو مراجعو، له دې ډلې د ګذر وکيلانو ته د تاييد لپاره استول کېږي.

د کابل ښار د درېيمې ناحيې د کارته سخي سيمې اوسېدونکي ٤٠ کلن حسين پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپلې تذکرې د تاييد په موخه اړوند وکيل ته ورغلى او د ګذر وکيل ترې درې سوه افغانۍ وغوښتې.

هغه زياته کړه: ((کله مې چې تذکره د ګذر وکيل ته يووړه، وويل چې بايد د ټاپې او لاسليک په بدل کې ٣٠٠ افغانۍ ورکړم، خو زه اړ وم چې پيسې ورکړم، بالاخره مې ١٥٠ افغانۍ ورکړې.))

حسين څرګنده کړه چې ښاروالي بايد له يوې مقررې سره سم څرګنده کړي چې د ګذر وکيلان څه واکونه لري او ښاروالي يې پر فعاليت څه ډول څارنه کوي.

د اتمې ناحيې اړوند د رحمان مېنې اوسېدونکي ٢٧ کلن اسدالله وويل: ((د خپل کور د قبالې د تاييد لپاره مې د ګذر وکيل تصديق ته اړتيا درلوده، خو کله چې ورغلم، نو زر افغانۍ يې رانه وغوښتې.))

هغه ښاروالي تورنه کړه چې دې مسايلو ته پاملرنه نه کوي او د ګذر وکيلانو پر کار څار نه لري. د نوموړي په وينا چې بايد د يادو کسانو فعاليت وڅارل شي او څرګنده شي چې ايا هغوى له ځايي خلکو سره د همکارۍ په بدل کې د پيسو اخيستلو حق لري که نه؟

د يوولسمې ناحيې اوسېدونکى محمد عمران پر دې باور دى چې د لاسليک يا ټاپې په بدل کې د ګذر وکيل ته پيسې ورکول په داسې حال کې چې دا مسئله په هېڅ قانون او يا مقرره کې نه ده مطرح شوې او حکومت هم پرې څارنه نه لري، د رشوت غوښتنې په څېر ده.

هغه زياته کړه: ((د ناحيې مامورينو [ښاروالي] زما د ورور د تذکرې فورم د تاييد په موخه يو شخص را معرفي کړى چې ګني زموږ د ناحيې وکيل دى، کله مې چې تذکره ور وړه، وويل چې د تذکرې د لاسليک او ټاپې لپاره بايد ٥٠٠ افغانۍ ورکړم او بالاخره اړ شوم چې ٣٠٠ افغانۍ ورکړم.))

د اتمې ناحيې د ګذر يوه وکيل احمد نواب پژواک ته وويل چې د ګذر وکيلان په خپل خوښي ډول او يا هم مخامخ د ځايي خلکو له لوري ټاکل کېږي.

هغه زياته کړه چې له معمول سره يم د ګذر وکيلان  د اسانتياوو د رامنځته کولو لکه د ځايي خلکو د هويت پېژندنه، د ستونزو حل، ښاروالۍ او نورو دولتي ادارو ته د خلکو د غږ رسولو په موخه کار کوي.

خو احمد نواب څرګنده کړه، په داسې حال کې چې ښاروالي د دغو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره، د ګذر وکيلانو له لوري د پيسو د ترلاسه کولو موضوع په پام کې نيسي، خو ځينې وکيلان له دې مسئلې ناوړه ګټه اخلي او له هغو کسانو پيسې غواړي چې دوى ته  مراجعه کوي.

هغه وويل: ((ځيني کسان د خپل کار د ترسره کولو لپاره په خپله خوښه د ګذر وکيلانو ته پيسې ورکوي چې دغه کار له يوې خوا د ناسم کلتور په ترويج کې رول لري او له بلې خوا د داسې وکيلانو د نوم بدۍ سبب ګرځي چې له څه تمې پرته خپل کار سرته رسوي او خلکو ته خدمت کوي.))

د کابل ښاروالۍ وياند عبدالقادر ارزو وويل چې د وکيلانو د کاري څرنګوالي په اړه يې د ځينو خلکو د اندېښنو په غبرګون کې وويل چې دې کسانو ته يوه ځانګړې کړنلاره  نه ده جوړه شوې.

د هغه په خبره، هر څوک چې غواړي د ګذر وکيل په توګه فعاليت وکړي، بايد لومړى د خلکو له لوري وټاکل شي او وروسته ښاروالۍ ته د کورونو  د صفايي د ٥٠٠ کتابچو په وړاندې کولو سره د خپل ځانګړي مهر اجازه ترلاسه کړي او کولى شي چې په خپلو اړوندو کارونو کې يې وکاروي.

د کابل ښاروالۍ وياند زياته کړه چې اوسمهال د ښار په ٢٢ ناحيو کې د ګذر ٧٢٢ وکيلان فعاليت کوي.

ارزو وويل چې ښاروالي په داسې يوه کړنلاره کار کوي چې پر بنسټ يې د ګذر وکيلانو د فعاليت څرنګوالى او دهغوى پر کار د څارنې چاره مشخصه شي.

نوموړي زياته کړه چې که چېرته خلک په دې برخه کې شکايت ولري، کولى شي چې د ښاروالۍ اړوندې ناحيې ته په ١٥٥ شمېره مخامخ اړيکه ونيسي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه