منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار شېرزاد ښوونيز بنسټ سلګونو ماشومانو ته وړيا زده ورکړې ورکوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کندهار (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د کندهار ښار په شپږمه ناحیه کې د ګڼو ودانیو په منځ کې د تېر شوي سړک پر سر د لسګونو ماشومانو او ځوانانو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي چې کتابونه یې په څنګونو کې نيولي او يوې ودانۍ ته ننوځي.

دا د شېرزاد ښوونیز بنسټ ودانۍ ده چې په بېلابېلو وختونو کې لومړنی ښوونځی او دیني مدرسه هم ده او د انګليسي ژبې، کمپیوټر او منجمنټ د زده کړو مرکز هم دی.

دغه ښوونیز مرکز د فراه د پخواني والي محمد عمر شېرزاد له خوا جوړ شوی چې د خپل شخصي کور ودانۍ یې ورته ځانګړې کړې ده.

د شېرزاد ښوونیز بنسټ عمومي مدیر عبدالرحمن شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وویل، که څه هم په کندهار کې ښوونیز مرکزونه ډېر دي خو د دغه ښوونیز مرکز ځانګړتیا دا ده چې د بې وسو او غربت ځپلو کورنیو ماشومانو ته یې د وړیا زده کړو امکانات برابر کړي دي.

هغه زیاته کړه: ((د شېرزاد ښوونیز بنسټ د زده کوونکو ډېره برخه هغه ماشومان جوړوي چې جګړو یې کورنۍ بې سرپرسته کړي او غربت ځپلي دي، ډېرې دغه کورنۍ د کندهار د بېلابېلو ولسوالیو تر څنګ له ګاونډیو ولایتونو څخه د جګړو او ناامنیو له امله  کندهار ښار ته راکډه شوي دي.))

د ده په خبره، له هغو کورنیو چې اقتصادي وضعیت يې یوه اندازه ښه دی، هم ډېر کم فیس اخلي؛ ځکه د دوی بنسټیزه موخه دا ده چې ماشومان او تنکي ځوانان زده کړو ته وهڅوي او د پوهې له رڼا بې برخې نه شي.

دی وايي، د دغه ښوونیز مرکز بنسټ دوه کاله مخکې په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې د شېرزاد کورنۍ د مشر محمدعمر شېرزاد له خو اېښودل شوی چې مخکې یې د فراه د والي په توګه دنده ترسره کوله.

د نوموړي په وینا، دغه ښوونیز مرکز په څلورو وختونو کې لومړنی ښوونځی هم دی او دیني مدرسه هم او دغه راز د انګلیسي ژبې، کمپیوټر او منجمنټ/ ادارې د زده کړې مرکز هم دی چې دا مهال په کې له ۱۵۰۰ څخه زیات زده کوونکي زده کړې کوي.

شېرزاد زیاتوي، د یادې شمېرې له نیمايي ډېر زده کوونکي د فيس ورکولو توان نه لري او دغلته وړیا زده کړې ترلاسه کوي.

ده یادونه وکړه چې پلان لري په ورته توګه د نجونو د زده کړې لپاره هم امکانات برابر کړي، څو د ټولنې د نیمايي نفوس په توګه هغوی هم له پوهې برخمنې شي.

نوموړي دغه راز دا هم وویل چې په راتلونکي کال کې به د یو شمېر ولسوالیو تر څنګ په اروزګان کې هم د شېرزاد بنسټ یوه څانګه پرانیزي، چېرې چې بې وسو ماشومانو ته د زده کړې امکانات بېخي کم او ان پر نشت حساب دي.

نوموړي د پوهنې له وزارت او اړوندو نورو ادارو څخه غوښتنه کوي چې دغسې ښوونیز بنسټونه تمویل کړي، څو هغوی د علم او پوهې د لا خورونې جوګه شي.

ډېری ماشومان او کورنۍ یې خوشحاله دي چې په شېرزاد ښوونیز بنسټ کې ورته د وړیا زده کړو امکانات برابر شوي او په ډېره ښه توګه د دینې پوهې تر څنګ د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې تر لاسه کوي.

۱۳ کلن شېراحمد د شېرزاد ښوونیز بنسټ د انګلیسي ژبې او کمپیوټر څانګې زده کوونکی دی، دی وايي کورنۍ یې بې وسه ده او د فیس ورکولو توان نه لري.

هغه زیاته کړه، که دغه ښوونیز مرکز نه وای او دوی ته یې په وړیا توګه د زده کړو امکانات نه وای برابر کړي نو اوس به له زده کړو محروم و.

ده وویل، دغلته د ښوونځي تر څنګ انګلیسي ژبه او کمپیوټر زده کوي، غواړي په راتلونکې کې لوړې زده کړې هم وکړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ تر څنګ د خپلې ټولنې لپاره د خدمت کولو جوګه شي.

علي رضا یو بل زده کوونکی دی چې کورنۍ یې د جګړو له امله له هلمند څخه کندهار ته ښار ته راغلې.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، شېرزاد ښوونیز مرکز د ده په څېر د بې وسو زده کوونکو لپاره لوی غنیمت دی؛ ځکه په ډېرو دغه راز ښوونیزو مرکزونو کې له زده کوونکو لوړ فیس اخیستل کېږي چې ډېرې کورنۍ یې د ورکولو توان نه لري.

ده د دغه ښوونیز مرکز د درسونو له بهیره خوښي وښوده او د ښوونکو ستاینه یې وکړه چې په ډېره ښه توګه زده کړې ورکوي.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي د شېرزاد ښوونيز بنسټ د هلو ځلو ستاينه وکړه او ويې ويل چې دې ډول بنسټونو په دغه ولايت کې د پوهنې په وده او پرمختګ کې مهم رول لوبولى دى.

هغه زياته کړه چې ځيني خصوصي بنسټونه کم فيس اخلي او يا بېخي وړيا زده کړې ورکوي او د پوهنې رياست يې د دغه کار هرکلى کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په کندهار کې ٣٧ بېلابېل خصوصي ښوونيز بنسټونه او مرکزونه فعاليت کوي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه