منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” له کونړه له لرګيو جوړ توکي د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې وړل کېږي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

اسعداباد (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٥): د کونړ چارواکي او د لرګيو کاروباريان وايي چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې له چارتراش لرګيو څخه جوړ شوي پاخه مواد د هېواد نورو سيمو ته لېږل کېږي.

دوى دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې د کونړ د لرګيو د قاچاق په اړه د خلکو شکايتونه شوي دي.

په کونړ کې د لرګيو يوه سوداګر حاجي پرېشان چې په اسعداباد کې د لرګيو فابريکه لري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې په فابريکه کې يې د چارتراش له لرګيو څخه څوارلس قلمه توکي کړکۍ، مېز، څوکۍ، زانګوګانې، چوپتي، المارۍ د خوب کټونه او نور توکي جوړېږي.

د هغه په وينا، دا لرګي پخواني دي او دلته په ګودامونو کې ځکه ساتل شوي وو چې مرکزي حکومت له کونړ څخه د لرګيو د پخو او خامو موادو پر لېږد بنديز لګولى و.

پرېشان زياتوي، پاخه مواد، د لرګيو پر لېږد د بنديز له امله د دغه ولايت سلګونه کسان بې روزګاره او د لرګيو فابريکې بندې شوې وې، خو اوس د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېسسون له پرېکړې وروسته دا کار ازاد شوى دى.

په کونړ کې د کارګرانو د اتحاديې مسوول شاه ولي سالارزی بيا وايي چې په کونړ کې يواځېنی توليد د چارتراش له لرګيو څخه جوړ شوي توکي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې پخوا مرکزي حکومت پر دې کاروبار بنديز لګولى و، خو دا چې څو مياشتې مخکې د وزيرانو شورا يو ځل بيا دغه کاروبار ته اجازه ورکړه، نو اوس سوداګر له دغه ولايت څخه جوړ شوي توکي نورو ولايتونو ته لېږدوي.

سالارزي زياته کړه چې په کونړ کې د لرګي صنعت ډېره اوږده سابقه لري چې يو وخت به يې ټول هېواد ته خپل توليدات رسول.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولايت کې دغه صنعت ته نوره هم وده ورکړي.

نوموړى وايي چې دوى هم د قاچاق کلک مخالف دي او دا د دولت مسووليت چې د قاچاق مخه ونيسي.

د کارګرانو د اتحاديې مشر ادعا وکړه، څوک چې له کونړ څخه د پخو موادو د لېږد پر وړاندې خنډونه جوړوي، هغوى قاچاقبران او د صنعتکارانو دښمنان دي او غواړي په دغه کار سره خپل کاروبار ښه کړي.

د کونړ د صنعت کارانو اتحادې مشر حاجي محمد صديق وايي چې په کونړ د لسو زرو په شاوخوا کې صنعت کاران د صنعت پر کار بوخت دي، ١١ مياشتې کېږي چې د دوی کارونه بند وو او د بندو دوکانونو کرايانې ورکولې، او ښاروالۍ ترې د جوازونو پيسې هم اخيستې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس چې د وزيرانو د شورا د اقتصادي کمېسيون د مصوبې پر اساس چې له کونړ څخه په کې د پخو موادو لېږد پرته د ګمرکي محصول اجازه ورکړل شوې، دوى پرې خوښ دي او کاروبار يې بېرته پر پښو درېدلى دى.

د نوموړي په وينا، څوک چې د دې پروسې د ناکامولو هڅې کوي، هغوی شخصي ګټې لري او غواړي چې په لوی لاس دا پروسه ناکامه کړي.

د کونړ د ولايتي شورا منشي حاجي شېرزمين وايي، ولايتي شورا د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېسيون د مصوبې ملاتړ کوي او او دا يې غوښتنه ده چې د لايحې مطابق دې پاخه مواد ولېږدول شي.

دی وايي، که څوک په دې کې قاچاق کوي بايد دولت يې قضايي او عدلي ارګانونو ته وسپاري دا د ولس غوښتنه هم ده.

د کونړ يوه مدني فعال فضل واحد افکاري چې د پخو موادو د لېږد اجازه د وزيرانو شورا ورکړې او ولايتي اداره مکلفه ده چې عملي يې کړي.

خو هغه دا هم وويل چې چارواکي بايد په دغه ولايت کې د ځنګلونو د وهلو مخنيوى وکړي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه يې وکړه.

د کونړ والي وحيدالله کليمزى وايي چې په دغه ولايت کې د وزيرانو شورا د اقتصادي کمېسيون د پرېکړې پر اساس له کونړ څخه له چارتراشو جوړ د پاخه توکو ته د لېږد اجازه پرته له ګمرکي محصوله ورکړل شوې ده.

هغه زياتوي: ((په دې برخه کې موږ مسووليت لرو چې د وزيرانو شورا پرېکړه عملي کړو.))
د والي په وينا، په دې برخه کې د ولايت مقام او امنيې قوماندانۍ تر منځ هېڅ ډول ستونزه او اختلافات نشته.

کليمزي وويل چې پوليس له دغه ولايت څخه د لرګيو د خامو موادو د لېږد مخنيوى کوي او په دې برخه کې هېچا ته اجازه نه ورکوي.

د کونړ امنيه پاسوال جمعه ګل همت هم وايي چې له ولايت مقام سره هېڅ ډول اختلاف نه لري او ټول کارونه په همغږۍ ترسره کوي.

 د کونړ د کرنې رييس انعام الله ساپى وايي چې له کلونو راهيسې په ګڼ شمېر ولسواليو کې چېرته چې د دولت حاکميت نشته، د قاچاقبرانو له خوا ځنګلونه وهل کېږي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه