اسعد اباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩٥): د کونړ په مرکز اسعد اباد کې سلګونو کسانو په دې موخه لاريون وکړ چې د دوى پخو موادونو ته د لېږد اجازه ورکړل شي.
دوى چې جوړې کړکۍ يې په يوه موټر کې له ځان سره راوړې وې، د لاريون په ترڅ کې يې کړکۍ او موټر دواړه وسوځول.
د سيد ولي په نوم يوه لاريون کوونکي، پژواک خبري اژانس ته وويل، د وزيرانو شورا د اقتصادي کميسيون له خوا له کونړ نه له چارتراشو جوړو توکو ته اجازه ورکړل شوې، ترڅو د هېواد نورو ولايتونو ته په ازادانه ډول ولېږدول شي.
ده زياته کړه، د کونړ چارواکو يواځې دوه درې ورځې اجازه ورکړه، خو بېرته د امنيه قومندان له لوري بنده کړاى شوه.
د هغه په وينا، همدا اوس د دوى د ٥٠ په شاوخوا کې بار موټر د امنيه قومندانۍ له خوا نيول شوي او په توپچي سيمه کې ولاړ دي.
دى وايي، که د مصوبې خلاف عمل يې کړى وي، نو څارنوالۍ ته دې ور وپېژندل شي او که نه، د توکو لېږد ته دې اجازه ورکړل شي.
يوه بل لاريون کوونکي نياز ولي وويل، د کونړ چارواکي دې د مرکزي حکومت امر ومني او صنعتکارانو ته دې د خپل صنعت د لېږد اجازه ورکړي.
د نوموړي په خبره، تر هغو به لاريونونو ته دوام ورکړي، ترڅو د وزيرانو شورا مصوبه عملي نه شي.
د کونړ امنيه قومندان پاسوال جمعه ګل همت بيا وويل، دا لاريون صنعتکارانو نه، بلکې د لرګيو قاچاقبرانو کړى و، چې ترهګرو او ځينو کورنيو او بهرنيو کړيو په کې لاس درلود او غوښتل يې امنيت خراب کړي.
ده زياته کړه، لاريون کوونکو په ملي پوليسو ګوزارونه کړي، درې يې ټپيان کړي او د اور وژونکو او رينجر موټرو ښيښې يې ماتې کړې دي.
د هغه په وينا، ځنګلونه ملي شتمني ده او هغه بايد وساتل شي، هېڅ قاچاقبر ته اجازه نه ورکوي چې دا شتمني لوټ کړي.
خو د ولايتي شورا مشر جمال الدين سيار وويل، چې دا لاريون نجارانو کړى وو او د خپل حق غوښتنه يې کوله، چې د پوليسو له غبرګون سره مخامخ شول چې په پايله کې يې لاريون په تاوتريخوالي واوښت.
login or register a new account.