منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جلال اباد کې د حسن قرائت سيالي ترسره شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۹ مرغومى ٩٥): د جلال اباد ښاروالۍ له لوري په دغه ولايت کې د ښاري فرهنګ رواجولو او د ښار پاکوالي ته د خلکو پام اړولو په خاطر د حسن قرائت سيالي ترسره شوه.

په ياده سيالۍ کې د جلال اباد ښار د ۸ ناحيو له ۲۰ دارالحفاظونو څخه ۲۰ تنو د قرانکريم حافظانو ګډون کړی وو.

د جلال اباد ښاروال حميد الله افغان وويل، له سيالۍ يې موخه د ښاري فرهنګ رواجول او د ښار پاکوالي ته د خلکو پام اړول دي، چې په دغه برخه کې له ديني عالمانو نه هم مرسته وغواړي.

دی وايي، ديني عالمان کولی شي د ممبرونو له لارې خلک دغې برخې کې همکارۍ ته وهڅوي او هم ورته د اسلام له نظره د پاکوالي ګټې بيان کړي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادې سيالۍ په پای کې د خبرو پرمهال پر ديني عالمانو غږ وکړ، چې خلک دې د ممبرونو له لارې د سولې راتګ، امنيت د ټينګښت او ورورګلوۍ ته وهڅوي.

د ننګرهار د حج او اوقافو رييس مولوي عبدالظاهر حقاني د جلال اباد ښاروالۍ له دغه کار څخه ستاينه وکړه او پر ولايتي ادارې يې غږ وکړ، چې د ديني مدرسو د تقويت او د ديني علومو د زده کړې مينه والو ته دې، ځانګړې پاملرنه وکړي.

په دغه سيالۍ کې د قرانکريم درې حافظانو چې درې واړه طلحه نومېدل، لومړی، دويم او درېيم مقام ترلاسه کړ او د جلال اباد ښاروالۍ له لوري ورته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور