منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۷ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کرکټ بورډ: پر شاه پور ځدراڼ د بريد پلټنه دې وشي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٥):  د افغانستان کرکټ بورډ له امنيتي ارګانونو غوښتي چې د کرکټ پر  ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ د بريد په اړه جدي پلټنه وکړي.

پر شاه پور ځدراڼ تېره شپه شاوخوا اته بجې د کابل ښار په بګراميو سيمه کې وسله وال برید وشو.

نوموړى له خپل ورور غمي ځدراڼ سره له دغه بريده روغ وتلی؛ خو موټر يې څو مرمۍ لګېدلې او زيانمن شوى دى.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې عمومي رييس عاطف مشعل ياده پېښه په کلکه غندلې، نوموړی له پېښې وروسته د شاه پور ځدراڼ کور ته ورغى او د هغه پوښتنه يې وکړه.

هغه زياته کړه چې دغه راز عاطف مشعل د پېښې له ځاى څخه هم له نږدې ليدنه وکړه او نن سهار يې د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست ته مکتوبونه استولي دي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس له يادو امنيتي ارګانونو غوښتي چې د پېښې د جدي پلټنې تر څنګ د دې پېښې عاملين ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

شاپور ځدراڼ  ويلي چې پرون ماخوستن کور ته روان و چې د بګراميو او بت خاک څلورلارې تر منځ په يوه کوڅه کې پرې ډزې وشوې، خو دوى ترې روغ ووتل.

هغه زياته کړې چې پر هېچا شک نه لري او نه له چا سره شخصي ستونزه او دښمني، خو له امنيتي ارګانونو يې وغوښتل چې د لوبغاړو امنيت ته پام وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست