کابل (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٥) : اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله د هېواد د مشهور ممثل او هنرمند مهر علي وطندوست پر مړينه خواشيني څرګنده کړه.
وطندوست چې د بي بي سي په (نوي کور نوي ژوند) ډرامه کې د ناظر په نامه يې رول ترسره کاوه، په دې وروستيو کې يې ډېر شهرت موندلى و.
نوموړى تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله د کوزې پښتونخوا د پېښور په يوه روغتون کې ساه ورکړه او نن په افغانستان کې خاورو ته وسپارل شو.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر لخوا د مرغومي په ٢٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ډاکټر عبدالله د وطندوست په مړينه سخت خواشينى شوى.
هغه زياته کړې، د دې نابغه افغان له فن، هنر او نامه سره، په ځانګړي ډول د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند ډرامې د ناظر له کرکټر سره نږدې ټول افغانان اشنا دي او د هغه ناڅاپي مړينې ټول افغانان متاثره کړي دي.
عبدالله ويلي، مهرعلي وطندوست په سختو او خورا کړکېجنو حالاتو کې په داسې مهال چې هېواد د باروتو په لوګيو کې پټ، کورونه او ښارونه ويجاړ شوي او په ميليونونو افغانان د کډوالۍ له سختو حالاتو سره مخ وو، د خلکو په شونډو خندا خپره او د څو شېبو لپاره يې د ژوند له ناخوالو د موسکا غېږې ته وړل.
اجراييه رييس زياته کړې : (( زه د نوموړي مړينه د افغانستان د تمثيل او فرهنګ په برخه کې نه جبرانېدونکې ضايعه ګڼم، له پاک رب نه ورته د جنت فردوس، کورنۍ، پلويانو، دوستانو، د هېواد د فرهنګ او تمثيل غړو او ټولو افغانانو ته تسليت وايم. ))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










