منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بادغيس کې لومړني خصوصي تلوېزيون خپرونې پيل کړې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

کابل (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٥): بادغيس ولايت کې د "عبور" په نوم لومړني غيردولتي تلوېزيوني شبکې له شپږو مياشتو ازمايښتي خپرونو وروسته خپلې  خپرونې په رسمي ډول پيل کړې.

 د افغانستان د خبريالانو مرکز پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د يادې رسنۍ د فعاليت محور چې د بادغيس په مرکز قلعه نو ښار کې رامنځته شوې، سياسي، ټولنيز، اقتصادي او فرهنګي پروګرامونه تشکيلوي.

 د عبور تلوېزيون د خپرونو مسوول محمد نعيم ناظم ويلي چې دغه رسنۍ د خصوصي سکتور په پانګونه رامنځته شوې او د هېواد د رسنيو قانون په چوکاټ کې فعاليت کوي.

 د هغه په وينا، د يادې رسنۍ پروګرامونه د ٨٥ کيلومتره مربع په ساحه کې په قادس او مقر ولسواليو کې د ليدو  وړ دي.

 د بادغيس د اطلاعاتو او فرهنګ مشر احمد احسان سرويار د دغه تلوېزيون له خپرونو د هرکلي ترڅنګ وويل چې رسنۍ خلکو ته د اطلاع رسونې او فرهنګي چارو د پياوړتيا په برخه کې مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه چې په اوسنيو شرايطو کې د بېلابېلو رسنيو فعاليت له ډېر اهميته برخمن دى او د اطلاعاتو او فرهنګ په خپل ټول توان ترې ملاتړ کوي.

اوسمهال په دغه ولايت کې له عبور او دولتي راډيو تلوېزيون سربېره، د حنظله، غزالي، نريمان او صميم په نومونو راډيوګانې او د خبرنګار، مشعل هدايت او د بادغيس غږ نشريې او د نريمان سيمه ييز اژانس په دغه ولايت کې فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور