منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۰ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون د ماشومانو څانګه ورغول شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۰ مرغومى ٩٥): د ننګرهار پوهنتون د تدريسي روغتون ماشومانو څانګه د يونيسف ادارې لخوا ورغول شوه او هم ورسره د نوو او عصري تجهيزاتو مرسته شوه.

د ننګرهار پوهنتون رييس پوهندوی ببرک مياخېل د مرغومي په ٢٠مه، د يادو چارو د پرانېستې پرمهال وويل چې تر دې وړاندې د يادې څانګې مراجعين له ستونزو سره مخ وو او هغه وسايل چې د ماشوم ساتلو لپاره ورته اړتيا وه هم نه و موجود، چې اوس دواړه ستونزې حل شوې.

دی وايي،د ملګرو ملتونو د يونيسف ادارې په مرسته د دغه واټ بيارغونه وشوه او ورته د ماشوم ساتلو د عصري وسايلو ترڅنګ نور بېلابېل تجهيزات هم راوړل شوي دي.

د مياخېل د معلوماتو له مخې، د دغې ودانۍ د بيارغونې په چارو او تجهيزاتو د يونسف ادارې سل زره ډالره لګښت راغلی، چې له قرارداده نيولې تر څاره پورې ټولې چارې يې يونيسف ادارې په خپله مخته وړې دي او دوی ته يې اوس جوړ ځای تسليم کړ.

د پوهنتون رييس د طب پوهنځي له استادانو هم مننه وکړه چې د دغې څانګې د رنګ چارې يې په خپلو امکاناتو ترسره کړې دي.

 مياخېل زياته کړه: ((يونيسف له موږ سره د ړنګو ځايونو، ماشينونو او نورو وسايلو ترڅنګ د اړتيا وړ کاشيو په برخه کې هم مرسته وکړه؛ خو د رنګ لپاره يې مرسته نه وه کړې، چې دا د پوهنتون استادانو مرسته وکړه او رنګ مو کړ.))

د ننګرهار پوهنتون تدريسي روغتون چې د عامې روغتيا وزارت لخوا بوديجه نه لري او ټولې چارې يې د لوړو زده کړو وزارت اړوندې دي، د ننګرهار خلکو ته د ناروغيو د تشخيص په برخه کې ګټور واقع شوی؛ خو د بوديجې کمښت په وجه يې خلک تل د درملو له نشتوالي شکايت کوي.

  مياخېل د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل په اړه وويل: ((موږ د راتلونکي کال لپاره وزارت ته د بوديجې وړانديز کړی او هيله ده چې په دغه برخه کې به لازم اقدامات وشي.))

اوسمهال په ننګرهار کې ټولټال ۱۲۸روغتيايي مرکزونه موجود دي، ستر  يې همدغه د ننګرهار پوهنتون تدريسي او د جلال اباد حوزوي روغتونونه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه