منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

چارواکي : د پکتيکا په ٧٠ ديني مدرسو کې وسله وال طالبان زده کړې کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

ښرنه(پژواک،٢٠مرغومى٩٥): د پکتيکا يو شمير اوسيدونکي او د پوهنې رياست چارواکي وايي چې د دې ولايت په ٧٠ ديني مدرسو کې وسله وال طالبان زده کړې کوي او بيا د افغان دولت پر وړاندې جنګيږي .

د پکتيکا د اسلامي تعليماتو امر محمد کريم اتل وال د مرغومي په٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دينى مدرسې له دوى سره راجستر نه دي او په خپل سر فعاليت کوي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې يواځې ١٧ ديني مدرسې او اووه دارالحفاظونه له دوى سره ثبت دي.

د هغه په وينا، دې اويا مدرسو ته طالبان اجازه نه ورکوي چې له حکومت سره  راجستر شي.

ده وويل چې په دغو مدرسو کې طالبانو ته زده کړې ورکول کيږي، ترڅو د افغان حکومت پر وړاندې جګړه وکړي.

اتل وال وايي چې د حکومت له لوري هم په دغه ولايت کې ديني مدرسو ته اړينه پاملرنه نه ده شوې.

هغه وايي چې ددې مدرسو ډيره برخه د پکتيکا د لرو پرتو ولسواليو په هغو سيمو کې دي چې واک يې له وسله والو طالبانو سره دى.

د مټاخان ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې استاد مولوي احمد الله وايي چې دوى ځکه ځانونه له حکومت سره نه ثبتوي چې هغوى ورسره هيڅ ډول مرستې نه کوي.

ده وويل: (( کومې مدرسې چې حکومت سره راجستر دي په تېرو ١٤کلونو شاګردانو ته يې کتابونه او استادانو ته يې تنخواوې په وخت نه دي ورکړل شوي او په ډيرو ستونزو کې دي.))

هغه په خپلې مدرسې کې د وسله والو طالبانو زده کړې رد کړې، خو زياته يې کړه چې په يو شمير مدرسو کې طالبانو ته زده کړې ورکول کيږي.

ده وويل: (( دغه طالبان د ورځې له مخې جګړه کوي او د شپې مدرسې ته ورځي هلته هم درس وايي  او هم شپه تېروي.))

مولوي احمد الله مستعار نوم دى.

د مرکز ښرنې د الجهاد لېسې زده کوونکي عصمت الله پژواک ته وويل چې د دينې مدرسو زده کوونکي دوى ته په بده سترګه ګوري.

هغه وايي: (( لکه چې موږ د مدرسو له شاګردانو سره کېنو نو بيا موږ ته سپکاوى هم کوي او وايي چې تاسو هسې وخت ضايع کوئ.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد په دې ولايت کې د ښوونځيو او ديني مدرسو ستونزې هوارې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا ترڅنګ د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم ورته ستونزې شته .

خو څو ځله افغان چارواکو ويلي چې ګڼ شمېر طالبانو ته د پاکستان په ديني مدرسو کې نظامي  زده کړې ورکول کيږي او بيا افغانستان ته د جګړې په موخه رالېږل  کيږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور