جلال اباد (پژواک ۲۲ مرغومی ۹۵): د ننګرهار چارواکي وايي، د څارنوالۍ، سوداګرۍ خونې او ګمرک ادارو ته دنده سپارل شوې چې د سپين جومات چارې بررسي او د پيل لپاره يې زمينه برابره کړي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پرېکړه نن د والي په مشرۍ د جوړې شوې غونډې پرمهال شوې ده.
په جلال اباد ښار کې سپين جومات چې د امير عبدالرحمان خان په وخت کې د شاهي قصر دننه جوړ شوى دی، په وروستيو دورو کې بيا ونړول شو او له سره يې د جوړولو چارې پيل شوې دي.
ياد جومات د ١٣٩٢ لمريز کال په لومړيو کې د سختې زلزلې له امله زیانمن شو چې د ولايتي ادارې له لوري يې د نړولو امر وشو او بيا پرې له سره کار پيل شو.
د دغه جومات بیارغول چې ۱۴ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي، د ملي سوداګرو له لوري پيل شوی او د جومات تر څنګ يوه اېف اېم راډيو او يو لوی کتابتون هم رغول کېده.
خو وروسته له هغه چې په دغه جومات کې د ستر فساد او اختلاس راپورونه ورکړل شول، محکمې يې تر څېړنې پورې د چارو بندېدو امر وکړ چې لا يې هم کارونه نه دي پيل شوي.
خو د ننګرهار د والي وياند وايي، د دغې ناستې پر مهال د سپین جومات د چارو د بیا پیلېدو لپاره مسوولینو بېلابېل بحثونه وکړل، چې په ترڅ کې پرېکړه وشوه، چې د سپین جومات د چارو د بیا پیلېدو په موخه به ټولې چارې د سوداګرۍ خونې له لوري ترسره شي .
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ګمرک ادارې مرستیال ته دنده ورکړه، ترڅو د سپين جومات د جوړېدو لپاره د ټولو را ټولو شوو پیسو، لګښت او په بانکي حساب کې د شته بودیجې په اړه هر اړخیز معلومات را ټول او د راتلونکې سې شنبې ورځې پورې یې ولایت مقام سره شریک کړي .
نوموړي همدا راز د استیناف څارنوالۍ ادارې څخه وغوښتل، چې تر راتلونکې سې شنبې ورځې پورې د ترسره شوي کار لګښت د ښار جوړونې ادارې د ترسره شوې سروې له مخې معلوم او له ولایت مقام سره یې د چارو د بیا پیلېدو لپاره شریک کړي .
ننګرهار والي همداراز د سوداګرۍ خونې مشر ته هم دنده ورکړه، چې د سپین جومات د چارو بیا پیلېدو په موخه ټول مسوولیتونه سوداګرو ته ورکړي او چارې دې هم د دوی له لوري په شفاف ډول پیل او بشپړې شي .
هغه د سوداګرۍ خونې مشر ته ډاډ ورکړ، چې ولایت مقام، ولایتي شورا، څارنوالي، حج او اوقاف او مدني فعالان به هم د یوې کمېټې له مخې له سوداګرو سره د چارو د ښه والې لپاره مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










