منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خبريالان: د هرات ځينې سرچينې په معلوماتو ورکولو کې دوه ګونى چلند کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۴ کتنې

هرات ښار(پژواک،٢٣مرغومى ٩٥): په هرات کې يوشمېر خبريالان  د ځينو دولتي ادارو له لوري  د ملي او سيمه ييزو خبريالانو او رسنيو ترمنځ له ښکاره توپيري چلندڅخه سرټکوي.

هغوى وايي، داسې شواهد په لاس کې لري چې د پوليسو قوماندانۍ او ځينې نورې دولتي ادارې خپل د لومړي لاس معلومات، د ګوتو په شمېرځينو خبريالانو ته ورکوي.

 له بل لوري، ځينې سيمه ييز خبريالان او رسنۍ ګواښ کوي او وايي که دا توپيري چلند لرې نه شي، دوى  به د يادو ادارو  د لاسته راوړنو خبرونه تحريم کړي.

اطلاعاتوته د لاسرسي حق قانون له مخې، هيڅ دولتي اداره حق نه لري چې معلومات پټ وساتي او د محدودو رسنيو په واک کې يې ورکړي.

خبريالانو د سيمه ييزو مسوولينو پر دې کړنې د نيوکې ترڅنګ د خبريالانو له ملاتړو بنسټونو څخه غواړي څو دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

 هرات کې خبريال شکيب شمس پژواک ته وويل:" دا د چارواکو لومړى ځل نه دى، څوځله دا کار شوى چې امنيتي مسوولين د راپور ورکولو پرمهال دوه ګونى چلند کوي، يوې او يا دوو رسنيو ته اطلاعات ورکوي."

د هرات بلې خبريالې عارفې صبوري پژواک ته وويل :" اطلاعاتو ته لاسرسى د ټولو هېوادوالو حق دى او که چارواکي ددې حق له ورکولو څخه سرغړونه کوي، بايد له قانون سره سم تر پوښتنې لاندې راشي.

په ورته وخت کې د خبريالانو اړوند بنسټونو ځينې مسوولين وايي، شواهد په لاس کې لري چې ددې موضوع پر اثبات دلالت کوي.

 د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسوول همايون نظري لوېديځ زون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق وضعيت ستونزمن بللى او وايي چې د ځينو خبريالانو په واک کې ټول اطلاعات نه ورکول کېږي،امنيتي چارواکي رسنيو ته د اطلاعاتو ورکولو پرمهال توپيري چلند کوي.

نوموړي زياته کړه :" امنيتي برخو په ځانګړې توګه امنيه قوماندانۍ کې زياتې ستونزې شتون لري،ځينې راپورونه دګوتو په شمېرخبريالانو ته ورکول کېږي چې دا کار د حکومت او خبريالانو ترمنځ واټن زياتوي."

په  هرات کې يو شمېرخبريالان، له حکومتي ادارو په ځانګړې توګه پر امنيه قوماندانۍ نيوکه کوي چې د خبريالانو او رسنيو ترمنځ توپيرکوي.

په ورته وخت کې د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي چې ددې ادارې له لوري له خبريالانو سره هېڅ راز توپيري چلند نه دى شوى.

د هرات خبريالانو نيوکې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره سه شنبه د هرات امنيه قوماندانۍ له تروريزم سره د مبارزې ادارې، د څو تنو ايراني وګړو چې له طالبانو سره د لاس لرلو په تورنيول شوي وو، د خبري پوښښ لپاره د ګوتو په شمېر رسنۍ وربللې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور