منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۸ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ملي شورا د وژل شويو دوو غړو جسدونه خاورو ته وسپارل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

کابل (پژواک ٢٣ مرغومى ٩٥): په ملي شورا کې د فاریاب ولایت د استازي سراج الدین صفري او د جوزجان ولایت د استازي بازمحمد جوزجاني جسدونه، نن په کابل کې خاورو ته وسپارل شول.

ياد شوي دواړه وکيلان دوه ورځې وړاندې د کندهار ولايت په مېلمستون کې په رامنځ ته شوې چاودنه کې وژل شوي وو. په دې پېښه کې د کندهار د مرستيال والي او د اماراتو د پنځو ديپلوماتاتو په ګډون ١١ تنه ووژل شول او ١٨ نور ټپيان شول.

د مشرانو جرګې غړي نثار احمد حارس، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادو دواړو وکيلانو جسدونه، نن د ملي شورا ودانۍ ته نږدې هديره کې خاورو ته وسپارل شول.

نوموړي، کندهار ته د يادو دواړو وکيلانو د سفر موخه د هغو زړو نوټونو د سوځېدلو نظارت وښود، چې ټاکل شوې وه، په دې ولايت کې وسوځول شي.

له بلې خوا له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته کې د يادو دواړو غړو جنازو په وړلو کې ملتیا وکړه.

سرچينه کاږي، اشرف غني د وژل شويو کسانو کورنیو او د جوزجان او فاریاب ولایتونو خلکو او همدارنګه د ملي شورا استازو ته خپل د ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل، وې ویل، دا دواړه کسان د دې هېواد صدیق بچیان وو چې د سولې او ثبات دښمنانو ووژل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور