منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“پوهنتونونو کې دې افغان استادان پر دندو وګومارل شي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل( پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٥): د لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې د افغان استادانو پر ګومارنه ټينګار کوي او له دغو پوهنتونونو او موسسو غواړي چې د وېزو د تمديد لپاره د بهرنيو استادانو د اسنادو له ور وړلو ډډه وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رياست تېره ورځ د خپل مخکني مکتوب په تعقيب يادو پوهنتونونو او موسسو ته په ٥٢١ ګڼه  مکتوب کې څرګنده کړې چې د استادانو اړتيا دې له کورنيو علمي کادرونو پوره کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو رييس پوهندوى محمدامير کامه وال وايي، دا پرېکړه د ډېرو هېوادوالو د غوښتنې او د دې لپاره شوې چې ډېرو افغان ځوانانو د ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچه زده کړې کړي، خو دندې نه لري.

د هغه په وينا، له يوې خوا دولت د دغو ځوانانو پر زده کړو ډېر لګښت کړى او له بل پلوه دغه ځوانان ښه استعدادونه لري.

هغه وايي:" له بده مرغه موږ يواځې د بهرنيو استادانو نومونو ته خوشحالېږو؛ په داسې حال کې چې دوى په خپل هېواد کې يو عادي ماموريت هم نه شي پيداکولى، ولې دلته ترې د استاد ګټه اخيستل کيږي؛ په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو راغلي اشخاص."

د ده په وينا، که چيرې د نړيوالو پوهنتونونو برحال يا متقاعد استادان د تدريس لپاره افغانستان ته راشي؛ نو د لوړو زده کړو وزارت يې هرکلى کوي، خو "هر خارجي ته د استاد لقب ورکول ستره جفا ده."

دغه راز هغه وايي چې ياده پرېکړه يې په تحصيلى موسسو کى د لاښه امنيت لپاره هم کړې ده.

 خو د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين وايي چې د يادې پرېکړې له مخې بايد د استادانو په مقررۍ کې افغانانو ته ترجيح ورکړل شي. د ده په وينا، دا پرېکړه داسې نه ده چې هېڅ بهرني ته دې په افغانستان کې د تدريس اجازه نه ورکول کېږي.

هغه ونه ويل چې دا مهال څومره بهرني استادان د افغانستان په پوهنتونونو کې تدريس کوي، خو وايي چې افغانستان کې شاوخوا ٣٧٠٠ تنه افغان او بهرني استادان په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو کې تدريس کوي.

کابل کې د باختر خصوصي پوهنتون استاد پوهيالي حامد عبيدي، د لوړو زده کړو وزارت له دې اقدام څخه هرکلى وکړ او ويې ويل، له تېرو شاوخوا ١٥ کلونو راهيسې افغان ځوانانو وکولى شول په بهرنيو هېوادونو کې د ليسانس، ماسټرۍ او ډاکټرۍ په کچه لوړې زدې کړې وکړي او اوسمهال دوى کولى شي په خصوصي پوهنتونونو کې د بهرنيو کدرونو تشه ډکه کړي.

د هغه په وينا، په خصوصي پوهنتونونو کې د افغان کادرونو ځاى په ځاى کول هم په خپله پوهنتونونو او په عام ډول هېواد ته ګټور او اغېزمن ثابتېداى شي؛ ځکه چې بهرني کادرونه له يوې خوا لوړ معاش او له بلې خوا د اوسېدو لپاره لازمې اسانتياوې غواړي.

خو د ده په وينا، د لوړو زده کړو وزارت له قانون سره سم، کوم پوهنتون چې د ماسټرۍ دورې پيلول غواړي، نو بايد پنځه ډاکټران ولري او که دغه اړتيا په افغان کادرونو نه شي پوره کېدلى، نو په دې صورت کې دې له بهرنيو کادرونو استفاده وشي.

عبيدي وايي، اوس خصوصي پوهنتونونو هم دې ته پام کړى او کوښښ کوي چې افغان کادرونه جذب او پرې پانګونه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه