کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۹۵): د افغانستان ملي راډيو تلوېزيون او باختر خبري اژانس چارواکي وايي، د ځينو لوړپوړو چارواکو مداخلې، فشار او د مالي او تخنيکي امکاناتو کموالي يې تر يوې کچې خپرونې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.
هغوى دغه څرګندونې، نن په کابل کې "د افغانستان د مدني ټولنې او فرهنګ بنياد" له خوا د ملي راډيو تلوېزيون او باختر اژانس په اړه د ملي يووالي حکومت د ژمنو د ارزونې په کنفرانس کې وکړې.
د ملي راډيو تلوېزون مشر زرين انځور وويل: "لا هم د ځينو دولتي مقاماتو له خوا د راډيو او تلويزيون په نشراتو کې د مداخلې څرکونه ليدل کېږي او موږ تلاش کوو له هغوی سره د تقابل پر ځای د تفاهم لاره خپله کړو، چې هغه فشارونه چې پر ملي رسنۍ چې لازم نه دي؛ را کم کړو."
د ده په خبره، دغه مداخلې او فشارونه د دوی د خپرونو ژورناليستک او مسلکي کړنې په ځانګړي ډول د خبرونو جوړول او خپرول له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
نوموړي د بېلګې په ډول وويل: "موږ د ملي شورا په کميسيونونو کې دغه ستونزه لرو، کوم خبرونه چې د دوى له خوا موږ ته راځي، بايد د ټولو کسانو نومونه په کې ذکر شي، ان که دوو کسانو د خپلمنځي شخړې په اړه خبرې شوې وي، هم خپاره شي، که خپاره نه شي، نو بيا زنګونه هم وهي او کميسيونونو ته مو هم ور غواړي."
هغه دغه راز د ملي راډيو تلويزيون د چارو له دولتي بهير نه هم سر وټکاوه او ويې ويل، په دې برخه کې بيروکراسۍ د دوی اداري او نشراتي چارې له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړې دي.
انځور زياتوي، د ملي راډيو تلويزيون د نشراتي کيفيت د لا ښه والي لپاره يې بشپړه طرحه جوړه کړې، ترڅو وکولای شي په لوړ معيار خپرونې ولري.
دی وايي، له يادو ستونزو سره سره؛ ملي راډيو تلويزيون د ټول هېواد په کچه ملي او محلي خپرونې لري، د پنجشېر، کندوز، بغلان او غزني په ولايتونو کې د نويو ستډيوګانو د جوړېدو چارې روانې دي او په پام کې لري راتلونکى کال په نړيوالو بهرنيو ژبو خپرونې پيل کړي.
همداراز دی وايي، راتلونکي کال کې به د ملي راډيو تلويزيون د "ملي خبر" برخه هم په رسمي ډول پرانېزي او د ملي راډيو تلويزيون ټول ارشيف به ډيجيټل ډول ته واړوي.
انځور وايي: "موږ يو غني ارشيف لرو چې دا مهال ۵۰ زره ساعته راډيويي او ۱۵ زره ساعته تلويزيوني ارشيف لرو چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ټول انالوګ مواد ډيجيټل ډول ته واړول شي."
په نننۍ ناسته کې د باختر دولتي اژانس مرستيالې ماري نبرد اهين وويل، د باختر اژانس خبري او انځوريز ارشيفونه د زيانمنېدو له ګواښ سره مخامخ دي او تر ډېره بريده د نشراتي وسايلو، تخنيکي امکاناتو او مالي ستونزو له امله نه شي کولای په لوړ معيار نشرات ولري.
هغې زياته کړه: "د حکومتي مشرانو مطبوعاتي دفترونو ته مو څو ځله ويلي چې بايد په اونۍ او يا هم په مياشت کې يو ځل له موږ سره جلسه ولري، ترڅو د هغوی له پاليسو سره هم خپرونې، تبصرې او خبري سوژې ولرو، خو متاسفانه موږ د للمي غنمو په څېر يو، که چا معلومات راکړل، نو خپرو يې او که نه وو، د اوبو د نشتوالي امله بايد مړه شو."
اهين وويل: "زه د ولسمشر له مطبوعاتي دفتره ډېره ګيله منه يم، لومړی لاس خبرونه ازادو او خصوصي رسنيو ته ورکوي، له دې سره سره چې زه ډېر رقابت ورسره لرم؛ زه څنګه په تش لاس رقابت وکړم؟"
نوموړې له حکومتي چارواکو وغوښتل چې ياد اژانس ته مسلکي استقلال ورکړي، ترڅو د خبرونو اهميت ته په پام د خبرونو په خپرولو کې تصميم ونيسي.
هغې د بېلګې په ډول وويل: "کله چې د ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ما ته رارسېږي، ما ته ويل کېږي چې په خبر کې به لاس نه وهې؛ زه له مسلکي پلوه هېڅ استقلال نه لرم چې زه په خبر کې لاس ووهم، عنوان يې بدل کړم."
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکټر کمال سادات وويل، په ټولو ادارو کې ستونزې او مشکلات شته، خو اړينه ده چې د امکان تر بريده فعاليتونه او چارې په مسلکي او منظم ډول پرمخ يوړل شي.
د ده په وينا، د راتلونکي کال په بوديجه کې د ټولو ستونزو د حل لپاره بوديجه ځانګړې شوې او د پلان له مخې به ستونزې په تدريجي ډول له منځه يوړل شي.
سادات وايي: "له کومې ورځې چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته راغلی، د ملي راډيو تلويزيون، باختر اژانس او د ياد وزارت په چارو کې د کيفيت او کميت له پلوه بدلون رامنځته شوی او دا چې اساسي تغييرات رامنځته شي، يو وخت ته اړتيا ده؛ ژمن يو چې په پوره ډول به اصلاحات راولو."
"د افغانستان د مدني ټولنې او فرهنګ بنياد" مشر تيمور حکيميار وويل، تر ډېره بريده د ملي راډيو تلويزيون په تخنيکي او نشراتي برخو کې بدلونونه راغلي، چې دا کار د خپرونو په معياري کېدو کې رغنده رول لري.
هغه زياته کړه، ولسمشر تر ډېره بريده په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او تمه ده چې د ملي راډيو تلويزيون او باختر اژانس تخنيکي او نشراتي چارو معياري کېدو ته لا ډېره پاملرنه وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










