منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۴ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د کمزوري مديريت له امله نيول شوې سيمې بېرته وسله والو نيولې دي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۶۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړي وايي چې کمزوري مديريت په دغه ولايت کې د عملياتو پرمهال د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوې سيمې بېرته د وسله والو منګولو ته حواله کړې دي.

دوی د عملياتو پرمهال د امنيتي ځواکونو د قربانۍ او لاسته راوړنو ستاينه کوي؛ خو په رهبرۍ کې پر شته نيمګړتياوو نيوکه کوي.

د ولايتي شورا استازو وروسته له هغه  د ننګرهار په ملکي او نظامي ادارو دا نيوکې وکړې  چې د روانې اوونۍ په پيل کې امنيتي ځواکونو له پچيراګام ولسوالۍ څخه په بشپړه توګه د داعش ډلې د وتلو خبر ورکړ؛ خو ورسره په څنګ کوټ ولسوالۍ کې همدغې وسله والې ډلې د ملکي خلکو لسګونه کورونه وسوځول.

د کوټ ولسوالۍ يو قومي مشر ملک احمدزي پژواک خبرى اژانس ته وويل، داعش وسله والو د دغې ولسوالۍ په برسه پاى او خورګۍ سيمو کې د تېرو څو ورځو په موده کې له ۸۰ زيات کورونه سوځولي دي.

دی وايي، په ياده سيمه کې هېڅ ډول امنيتي ځواک موجود نه و؛ خو وايي  دا هغه سيمې دي چې څو مياشتې وړاندې امنيتي ځواکونو له وسله والو نيولې وې ، خو تر بېرته وتلو وروسته دغه سيمې له نا معلوم برخليک سره مخ دي .

د کوټ ولسوالۍ يو بل قومي مشر محمد يونس هم نيوکه کوي  چې ياد کورونه د دولتي ځواکونو د تګ او د امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کې د کميو له امله وسوځېدل.

تر دغې پېښې وروسته اوس د پچيراګام ولسوالۍ ولسونو سره اندېښنه پيدا شوې، چې که حالت همداسې روان وي؛ نو ښايي بېرته سيمې  د داعش منګولو ته ولوېږي.

د پچيراګام قومي مشر ملک تور پژواک ته وويل  چې اوس که څه هم ملي او سرحدي پوليس په دغه ولسوالۍ کې ځای پرځای شوي؛ خو ملي اردو په يو ناڅاپي ډول وتلې ده.

هغه اندېښمن دی، که بيا هم داعش وسله وال د پخوا په څېر لوی بريد وکړي؛ نو شونې ده چې لکه د کوټ ولسوالۍ د دغې ولسوالۍ ځينې سيمې هم بېرته لاندې کړي.

د ننګرهار ولایتي شورا یو شمېر غړي ملکي او نظامي ادارې په همدې اړه په بې کفایتۍ تورنوي او وایي، د ولایتي ادارې د کمزوري مدیریت له امله د افغان ځواکونو سترې قربانۍ په اوبو لاهو شوې دي.

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري پژواک اژانس ته وويل، د نیول شوو سیمو د ساتلو لپاره د حکومت کړنلاره ناکامه ده.

نوموړی د يادو عملياتو د برياليتوب لپاره خپل نظر څرګندوي: ((د پوليسو، محلي پوليسو ، ولسي پاڅون کوونکو او د خلکو له اعتماده بايد ګټه پورته شي، د دفاعي ځواکونو رهبري په ناخبري شکل ځواکونه بېرته راوباسي، ولايتي اداره هم هلته له شته امکاناتو ګټه نه پورته کوي؛ نو ځکه خو نيول شوې سيمې بېرته د وسله والو لاسته لوېږي.))

د ولایتي شورا يو بل استازی اسرارالله مراد بیا د لاسته راغلو سیمو له لاسه وتلو ستر علت د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالی په ګوته کوي.

دی وايي، چې تل يې د امنيتي ځواکونو د تشکيل د ډيرېدا غږ پورته کړی؛ خو دغې سترې غوښتنې ته په مرکزي کچه لبيک نه دی ويل شوی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی د امنیتي ځواکونو د تشکیل کموالي خبره مني؛ خو د کمزوري مدیریت خبره ردوي.

خوګیاڼي پژواک ته وويل  چې داعش وسله والې ډلې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړی، نو ځکه یې اوس په ورته کړنو لاس پوری کړی دی.

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري که څه هم د ولايتي شورا د غړو د دغو نيوکو د رد په اړه څه نه وايي؛ خو ټينګار کوي چې دوی له نورو امنيتي ارګانونو سره همغږي دي او هېڅ ډول مديريتي خلا نه لري.

هغه پژواک ته وويل: ((موږ چې کله سيمې نيسو؛ نو دا زموږ دنده ده؛ خو بيا چې سيمې پرېږدو؛ نو نور زموږ دنده نه ده، چې د سيمو ساتنه وکړو، زموږ کار  يوازې جګړه او وسله والو ته ماتې ورکول دي.))

د ننګرهار کوټ، اچين، حصارک او پچيراګام ولسوالۍ په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د لويو بريدونو ښکار شوي، چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په نتيجه کې سيمې بېرته د دولت ولکې ته ورځي؛ خو د لږ  وخت په تېرېدو بيا وسله وال حاکمېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه