منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۵ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

راتلونکى پسرلى ننګرهار کې څه کم درې ميليونه نيالګي ايښودل کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۷ مرغومى ٩٥): د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دغه ولايت د سرسبزۍ لپاره په دولتي او خصوصي توګه دوه اعشاريه اته ميليونه ميوه لرونکي او بې مېوې بوټي توليد شوي، چې ټول به يې په منظم ډول کېښودل شي.

د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي د مرغومي په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل، چې سږ کال يوازې د کرنې رياست په چوکاټ کې ۴۵۰ زره مېوه لرونکي، غېرې میوه لرونکي او زينتي نیالګي تولید شوي دي .

رحيمزي زیاته کړه، ياد نیالګي به د حکومتي ادارو ترڅنګ په عام المنفعه سیمو کې د ايښودلو په موخه وړیا ورکړي او عامو ولسونو ته به یې په بازار کې دیرش سلنه تر نورو ارزانه ورکړي .

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت کې د خصوصي سکتور په مرسته هم سلګونه زره ورته نيالګي توليد شوي، چې ټولټال دوه اعشاريه اته ميليونه نيالګي کيږي او ټول به د ننګرهار د سرسبزۍ لپاره ورکرل شي.

د کرنې رییس زیاته کړه سږکال پلان لري چې د دوی لخوا د توليد شويو نيالګيو يوه برخه یې خپله وکري او نور به دولتي ارګانونو ته په واک کې ورکړل شي.

د پوهنې ریاست اړوند ښوونځي او لیسې ، د حج او اوقافو ریاست اړوند جوماتونه ، د ښاروالۍ اړوند یو شمیر جادې او عامه ځایونه او د ملي امنیتي ځواکونو یو شمیر قرارګاوې هغه دولتي ځایونه دي، چې دغه نیالګي به په کې وکرل شي.

خو د جلال اباد ښار یو شمیر استوګن سره له دې چې د کرنې ریاست یاد اقدام ستايي؛ خو د نیالګیو د کرلو سربیره د نیالګیو د ساتنې غوښتنه هم کوي.

دوى انتقاد لري، چې هر کال په میلیونو نیالګي په ننګرهار کې ايښودل کیږي؛ خو بیا یې د نه پاملرنې په وجه له منځه ځي.

د جلال اباد د درېيمې ناحيې استوګن ګل اکبر پژواک سره د خبرو پرمهال پر ښاروالۍ او کرنې ریاست غږ وکړ، چې باید د نیالګیو د اوبه خور او نورو برخو ته هم پاملرنه وکړي.

دی وايي، هر کال د ښار په بېلابېلو برخو کې زرګونه نيالګي کېښودل شي؛ خو د اوبو نشتوالي او نه پاملرنې په وجه د څو مياشتو په تېريدو نيالګي بېرته له منځه لاړ شي.

خو د کرنې ریاست چارواکي بیا وايي، دوى په ډيره لږه اندازه نیالګي خپله کري او نور یې اړوندو دولتي ارګانونو ته ورکوي، چې ساتنه یې هم د هغوى کار دی.

د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي وويل، چې سږکال يې د والي په لارښوونه له ښاروالۍ، کانال، اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، ننګرهار پوهنتون او حج او اوقافو رياست په ګډه يوه کمېټه جوړه کړې، چې تر کرل کېدو وروسته د نيالګيو ساتنه وکړي.

د کرنې رییس دغه راز په خلکو هم غږ وکړ چې د نیالګیو په ساتنه کې دې ونډه واخلي، ځکه په خبره یې نیالګي زیاتره د خلکو د بې احتیاطۍ په وجه له منځه ځي.

د کرنيزو چارو کارپوهان هم د نیالګیو د ساتنې په برخه کې پر دولت نیوکه کوي او وايي باید د کرلو ترڅنګ یې د ساتنې پاملرنه هم وکړي؛ خو د نیالګیو حفاظت د ولسونو دنده هم ګڼي.

د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد نورعلي نور پژواک ته وویل چې د نیالګیو ساتنه تر هرچا وړاندې د هغه شخص وظیفه ده، چې نیالګیو ته نږدې وي.

هر کال په ننګرهار کې میلیونه نیالګي ايښودل کیږي؛ خو د لږې مودې په تېریدو بیا د نه پاملرنې له امله له منځه ځي، کارپوهان په دې باور دي، که د زیاتو نیالګیو د ايښودلو پرځای لږ کېښودل شي او ساتنه یې وشي، د ښار او سیمې په ښکلا او هوا پاکوالي کې به ښه رول ادا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه