منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له ژورناليزم پوهنځي څخه لسګونه فارغ شوو نجونو خپل مسلک بدل کړى

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۱۱ کتنې

هرات ښار(پژواک،٢٧مرغومى ٩٥): د هرات پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه لسکونو فارغ شوو نجونو  د ټولنې او کورنيو ستونزو له امله، د خبريالۍ له کارڅخه محرومه او مسلک بدلېدو ته اړې شوې دي.

يادې نجونې وايي چې ددغه مسلک پر وړاندې د ټولنې سنتي جوړښت او دکورنيو بدبينۍ دې ته اړ کړې دي  چې نورو دندو ته مخه کړي.

 زينب هغه ځوانه نجلۍ ده چې د هرات پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه فارغ شوې ده.

زينب نور له مايکروفون، د ثبت، عکاسۍ اونورو وسايلو سره چې د خبريالۍ له مسلک سره تړاو لري  مخه ښه کړې ؛ داسې ښکاري چې هغې د خبريالۍ رشته نه ده لوستې.

 هغه چې ماشي رنګه جامې يې پر تن او د زده کوونکو حاضري يې په لاس کې وه، نو ګومان کېږي چې اوس يوه ښوونکې ده.

زينب، د مرغومي په ٢٧مه له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل:" هرات ټولنه کې دوديزې ستونزې، د ځان او مسلک نه خونديتوب او د ښځو  پر وړاندې توپير ددې لامل شوي څو خبريالې مېرمنې يا په ښوونځيوکې ښوونکې شي او يا په کورکېني."

 يوازې زينب د هراتي ټولنې د بېلابېلو محدوديتونوقرباني نه ده،بلکې د هغې په څېر نورې نجونې هم شته چې رسنيوکې له کارکولوسره لېوالتيا لري؛ خو نه شي کولى چې خپلو هيلو ته ورسېږي.

خاطرې چې د خبريالۍ خوبونه يې په مغزوکې پالل، اوس د هغو ژورنالېستانو په کتارکې ځاى لري چې د خپل مسلک پرځاى، ښوونځي کې زده کونکو ته په تدريس بوخته ده.

 خاطرې وويل:" مناسب کاري چاپېريال شتون نه لري، تر ټولوستره ستونزه په رسنيوکې د ښځو کارکولو په اړه د خلکو بدنظر دى او روڼ اندي هم دا نه مني چې ښځې دې له نارينه وو سره اوږه په اوږه کار وکړي."

په ورته وخت کې په هرات کې د خبريالو ښځو بنسټ مسوولينو  په رسنيو کې له ژورناليزم پوهنځي څخه د فارغ شوو نجونو د پيکه ګډون په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې د هغوى له لوري د مسلک بدلون لامل دا دى  چې د کورنيو په خوښه يې د ژورناليزم مسلک غوره کړى دى.

 د ښځو خبريالانو بنسټ مسوولې نقيبې بارکزۍ وويل :" لومړى دا چې ډيرى نجونې د کورنۍ سليقې او غوښتنې له مخې د ژورناليزم رشته غوره کوي او بل دا چې کله د رسنيو ډګرکې پر دنده ګومارل کېږي، د ډېرکار په بدل کې لږ  امتياز ورکول کېږي، نو ځکه اړکېږي چې بل مسلک ته مخه کړي."

په هرات کې د ژورناليزم پوهنځي مسوولين وايي چې دې ولايت کې د ښځو خبريالانو پر وړاندې تر ټولوستره ستونزه ، له رسنيو څخه دکورنيو ناسم برداشت او ددې ولايت دوديزه ټولنه ده.

 د هرات پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي مشرې پوهنيارسهيلا عرفاني، رسنيوکې د ښځو کارکولو په اړه شته ستونزه د هغوى د کورنيو منفي ليدلورى وباله.

نوموړې وويل چې ياد ولايت کې ښځينه خبريالانې يوازې له يادو ستونزو سره مخ نه دي، بلکې د امنيت نشتون بل لامل دى چې نجونې نه شي کولى د رسنيو په ډګرکې کار وکړي.

 د فرياد راډيو تلوېزيون مسوول خليل احمد اميري پژواک ته وويل چې د ښځينه خبريالانو مسلک بدلول او ښوونځيوکې  تدريسي چارو ته د هغوى مخه کول، ددې لامل شوي دي څو سيمه ييزې رسنۍ د ښځينه خبريالانو له کمښت سره مخ شي.

د اميري په وينا، د هرات رسنيو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه، د مسلکي ښځينه ژورنالېستانو نشتون  دى چې د سيمه ييزو رسنيو مديران يې اړ کړي،  څو د ښوونځيو نجونې په دندو وګوماري.

 له بل پلوه، د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي پژواک ته وويل، پوليس هڅه کوي چې د اوسېدونکو په ځانګړې توګه د ښځينه خبريالانو امنيت خوندي کړي.

نوموړي وويل :" موږ په دې لټه کې يوو چې د ښځينه ژورنالېستانو دکور او تګ راتګ مسير تر ځانګړي امنيتي پوښښ لاندې راولو."

د هغه په وينا، دې ولايت کې تراوسه يو ښځينه خبرياله هم له امنيتي ګواښ سره نه ده مخ شوې.

 په ورته وخت کې، کارپوهان د نجونو پر وړ اندې د نورو ټولنيزو ستونزو ترڅنګ، د عامه پوهاوي په برخه کې او د ناسمو دودونو له منځه وړلو په  تړاو د رسنيوکارناکافي بولي، دا ټول هغه لاملونه دي چې رسنيوکې يې د ښځينه کارکونکو پر وړاندې تعصب رامنځ ته کړى دى.

د هرات پوهنتون مسوولينو په وينا، تېرو لسوکلونوکې د هرات پوهنتون له ژورناليزم څانګې څخه څه باندې دوه سوه نجونۍ فارغ شوې دي چې ويل کېږي د ګوتو په شمېر يې رسنيوکې فعاليت کوي؛ خو ډېرى يې د مسلک خلاف په نورو برخو کې دندې ترسره کوي او يا په کورونو کې ناستې دې.

 دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په تېرو ١٥کلونوکې د بيان ازادي او د رسنيو پراختيا خپله تر ټولو ستره لاسته راوړنه بولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه