منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

١٤٦ تلوېزيونونه او راډيوګانې د فعاليت جواز نه لري

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۵): دولتي چارواکي وايي، هغه ١٤٦ راډيوګانې او تلوېزيونه بايد د فعاليت جواز تر لاسه کړي چې تر اوسه د هېواد په مرکز او ولايتونو کې په خپل سر فعاليت کوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکټر کمال سادات چې نن يې د رسنيو عالي شورا او د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي کمېسيون له استازو سره په ګډه خبري ناسته کې په دې اړه خبرې کولې، وويل چې که يادې رسنۍ له قانون سره سمې ثبت نه شي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دامهال په کابل کې  له ٦٤ تلوېزيوني شبکو څخه ٢١ او له  ۵۴ راډيوګانو څخه  ۱۵  د فعاليت جواز نه لري.  

دغه راز ده وويل چې په نورو ولايتونو کې له  ۹۶ تلوېزيوني شبکو څخه ۳۳ او له  ۲۴۵ راډيوګانو څخه  ۷۷  د فعاليت د جواز له تر لاسه کولو پرته فعاليت کوي.

ده د هغو رسنيو نومونه ياد نه کړل چې له جواز پرته فعاليت لري.

د رسنيو د عالي شورا غړي ميراحمد جوينده په نننۍ ناسته کې وويل هغه رسنۍ چې تر اوسه په ناقانونه ډول فعاليت کوي، بايد د فعاليت جواز تر  لاسه کړي.

دى وايي چې يادې شورا د ژورناليزم د اخلاقو، په خصوصي رسنيو کې د ژورنالېستانو د حقونو او د رسنيو قانون د تعديل طرحې جوړې کړي او حکومت ته يې سپارلې دي، خو تر اوسه يې برخليک نه دى معلوم.

د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي کمېسيون غړي عبدالقادر قلات وال وويل چې افغانستان له فرهنګي يرغل سره مخ دى او بايد هېڅ رسنۍ  له جواز پرته نشرات ونه لري.

دى وايي، نننۍ ناسته د هغو رسنيو لپاره چې له جواز پرته فعاليت لري، يوه خبرتيا ده او که د فعاليت جواز  يې   تر لاسه نه کړ ، نو اخطار به ورکړل شي او که بيا يې هم جواز تر لاسه نه کړ، له قانون سره سم به عمل ورسره وشي.

ده ونه ويل چې له سرغړونکو راډيوګانو او تلوېزيونونو سره قانوني چلند به څه ډول وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور