کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۹۵): راتلونکى کال به د سږ کال په پرتله له افغانستان څخه د حج فريضې د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته د تلونکو کسانو شمېر له ٢٤ زرو څخه ٣٠ زرو ته لوړ شي.
پخوا هم هر کال له افغانستان څخه ٣٠ زره تنه د حج فريضې د ادا کولو لپاره سعودي ته تلل، خو له ١٣٩١ کال وروسته دغه کچه ٢٤ زرو ته راټيټه شوه؛ ځکه چې په حرم شريف کې ودانيزې چارې روانې وې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په حرم شريف کې ودانيزې او پراختيايي چارې بشپړې شوې دي.
دى وايي چې د حرم شريف ساحه پراخه شوې او پر پخوانۍ يوه پوړيزه ودانۍ يې دوه پوړه نور هم جوړ شوي دي.
د هغه په وينا، سعودي عربستان دا مهال له افغانستان سره ژمنه کړې چې راتلونکى کال به ٣٠ زره افغانانو ته د حج فريضي د ادا کولو په موخه ويزې ورکړي.
خو ده زياته کړه چې د روان کال د کب په مياشت کې افغان پلاوى سعودي ته ځي تر څو د افغانستان ونډه ډېره کړي، ځکه چې اوس حرم شريف د پخوا په پرتله درې نيم برابره پراخ شوى دى.
عابد، هيله څرګنده کړه چې سعودي به د افغانستان ونډه له ٣٠ زره کسانو لوړه کړي.
همداراز عابد زياته کړه چې يوه اوونۍ وړاندې د حج لپاره نوم ليکنه پيل شوې ده.
دى وايي چې پخوا به هر تن د نوم ليکنې پر مهال زر امريکايي ډالر تحويلول، خو سږکال به ٥٠٠ ډالر تحويلوي.
خو د ده په وينا، د هغو پيسو کچه به وروسته معلومه شي چې له هر حاجي څخه يې دولت اخلي او په بدل کې يې د حاجيانو د لېږد، رالېږد مسوولت اخلي او حاجيانو ته اړين خدمات وړاندې کوي.
سږکال کال له افغانستان څخه سعودي ته ۲۴ زره حاجيان تللي وو او له هر حاجي څخه ۲۵۵۰ امريکايي ډالره اخيستل شوي و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










