منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ښځينه بنديانې: که خوشې شو د کورنۍ اړتياوې پوره کولى شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

هرات ښار (پژواک، ٣ مرغومى ٩٥): يو شمېر ښځينه زندانيانې چې د هرات ولايت په زندان کې يې بېلابېل کسبونه زده کړي وايي چې له خوشې کېدو وروسته کولى شي چې خپلې او د خپلې کورنۍ اړتياوې پوره کړي.

دوى وايي چې د خپلو کورنيو د اړتيا پوره کولو په اړه اندېښنه نه لري.

 نفس يو له هغه بنديانو ده چې له پنځو کلونو راهيسې د هرات په زندان کې د پنجرو شاته ژوند کوي.

نوموړې نن د مرغومې په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې موده کې يې ګڼ کسبونه لکه خياطي او ګلدوزي زده کړي دي.

نوموړې زندان د زده کړې لپاره ښه ځاى ياد کړ او ويې ويل:((که چېرته وغواړو، کولى شي چې په زندان کې يو څه ياد کړو، خياطي مې زده کړې او اوس ګلدوزي زده کوم، کله چې خوشې شوم، کولم شم چې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړم.))

د شريفې په نامه يوې بندي مېرمنې پژواک ته وويل چې ډېرى بنديانې چې له زندانه خوشې شي، کورنۍ يې بېرته نه مني، خو د کار کسب د زده کړې له لارې کولى شي چې د خپل ځان او اولادونو اړتياوې پوره کړي.

د نوموړې په خبره، ډېرى بنديانې د بند پر مهال غالۍ اوبدل، خامک ګنډل، خياطي او څو نور کسبونه زده کوي.

په ورته وخت کې د هرات د زندان چارواکي زندان ته د ښځو لپاره د دويم ښوونځي نوم ورکوي او وايي چې په بند کې يې په بېلابېلو برخو کې ښځو ته د زده کړې شرايط برابر کړي دي.

 د هغوى په خبره، ډېرى بنديانې په ځانګړي ډول ښځې له ازادېدو وروسته کولى شي چې د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.

د هرات د زندانونو عمومي مشر عبدالله عزيزي پژواک ته وويل چې د هرات په ښځينه زندان کې ښځو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شوې دي.

د هرات دغه امنيتي چارواکي زياته کړه چې ښځينه بنديانو ته د کار بېلابېلې اسانتياوې لکه غالۍ اوبدنه، خامک ګنډنه، خياطي او ګلدوزي رامنځته شوې دي.

عزيزي وويل چې د هرات په ښځينه زندان کې ١٧٥ ښځې د درنو او سپکو جرمونو د ارتکاب له امله بندي شوې دي.

د سرچينې په خبره، اوسمهال په هرات زندان کې د ١٧٥ ښځو په ګډون، ٢٦٠٠ کسان بنديان دي، ويل کېږي چې د هرات ولايت د زندان ښځينه برخه له کابل وروسته د هېواد په کچه تر ټولو ستر زندان بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په تخار ولايت کې يو شمېر ښځينه بنديانې وايي چې په زندان کې د ځاى د تنګ والي ترڅنګ، له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې