کابل(پژواک، ۴ سلواغه ۹۵): د سولې عالي شورا د مشر او جهادي رهبر پيرسيداحمدګيلاني د جنازې مراسم نن سهار د ولسمشر په ګډون په ارګ کې ترسره شول.
پير سيداحمد ګيلاني د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل د ملي امنيت په روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني په داسې حال کې چې يو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو يې ملتيا کوله، سلام خانې ماڼۍ ته د ننوتلو پرمهال د مرحوم پيرسيداحمدګيلاني جنازې ته درناوى وکړ او وروسته د جهادي رهبر عبدرب الرسول سياف په امامت د مرحوم د جنازې لمونځ ادا او د دغه روحاني شخصيت روح ته دعا او د خدای تعالى په دربار کې ورته د فردوس جنت هيله وشوه.
همدارنګه په افغانستان کې مېشتو سفيرانو او کورډيپلوماتيکو غړو هم د مرحوم پيرسيد احمد ګيلاني جنازې ته درناوى وکړ.
وروسته ولسمشر غني خبرې وکړې او د جهادي رهبر، د سولې عالي شورا د مشر او د يو روحاني او پرهېزګاره شخصيت په توګه يې د پيرسيداحمدګيلاني خدمتونه او هڅې په قدردانۍ سره يادې کړې.
ولسمشر د مرحوم پير کورنۍ او د افغانستان خلکو ته د تسليت پرمهال وويل:" نن موږ له هغه شخصيت سره مخه ښه کوو چې ملت د خپل مصلح په توګه منلي وو، هغه شخصيت چې مختلف ابعاد او ګڼې ښېګڼې يې لرلې او زموږ د غوره ملي او اسلامي ځانګړنو استازيتوب يې کاوه."
ولسمشر غني زياته کړه:"د جناب پير صاحب د ژوند لومړی بُعد طريقت وو او د قادريه طريقت د مشر په توګه يې تل د اعتدال او د اسلامي امت د همبستګۍ، يووالي او اتحاد پيغام چې ټول خلک سره يو ځاى کړي او ټوله اسلامي نړۍ سره مرتبطه کړي له عراق څخه تر هندوستان او امريکا او نور په دې سلسله کې جمع شوي وو."
هغه زياته کړه د پير صاحب د شخصيت بل بُعد دادی چې هغه د هېواد د مقدس جهاد له رهبرانو څخه و او له ټولو رهبرانو سره يې د ملي ارادې يوه ځلانده دوره د اسلام د مقدس دين د لارښوونو او احکامو په اساس وځلوله او دا ملي، سيمه ييز او نړيوال بُعد وو.
ولسمشر څرګنده کړه، چې پيرصاحب په ملي بُعد کې تل هغه شخصيت وو چې هېوادوال يې راټولولواو هغه شخصيت وو چې هيڅ وخت د ستونزو او شخړو لامل نه شو او له ده څخه نورو يوه منفي کلمه هم نه ده اورېدل شوې.
ولسمشر غني وويل:" زه په ځانګړې توګه د جناب پيرصاحب منندوی يم چې په دې سختو شرايطو کې د سولې عالي شورا د مسووليت منلو لپاره د ملي يووالي حکومت بلنه ومنله او په لنډ وخت کې د هغه تر قيادت لاندې د حزب اسلامي له امير انجنير حکمتيار سره د سولې هوکړه ليک لاسليک شو."
محمداشرف غني زياته کړه:" دا غم يوازې د پيرصاحب د کورنۍ غم نه دى، دا د يو ګوند، سمت او تنظيم غم نه دى، دا د ټول افغانستان د خلکو غم دى او په دې غم کې ټول شريک يوو او هيله مند يم چې د خدای په فضل او کرم داسې شرايط مساعد شي چې د پير صاحب هيلې چې يو امن افغانستان، د ملي اقتدار، ملي يووالي او ملي پيمان لرونکی وي عملي شي او په دې هېواد کې تلپاتې سوله ټينګه شي."
په دې مراسمو کې د پيرسيداحمدګيلاني مشر زوی حامدګيلاني د خپلې کورنۍ په استازيتوب خبرې وکړې او پيرصاحب ته د يو ملي او جهادي مشر په توګه يې د ولسمشر، اجرايي رييس او ټولو مشرانو له درناوي مننه وکړه ويې ويل، دی به تل او هر مهال د نظام تر څنګ وي.
هغه همدارنګه د مرحوم پيرسيداحمدګيلاني د جنازې، تدفين او فاتحې مراسمو د تنظيم په موخه د محمدکريم خليلي او د کمېسيون د غړو له هڅو مننه وکړه.
وروسته ولسمشر غني او د هېواد ټولو ملکي او پوځي لوړ پوړو چارواکو د پيرسيداحمدګيلاني جنازه په داسې حال کې چې په ځانګړو پوځي مراسمو له سلام خانې ماڼۍ څخه تر ځانګړي ځای پورې وړل کېده، ملتيا وکړه.
په دې مراسمو کې د هېواد پر ولسمشر سربېره، د هېواد لومړۍ مېرمنې، پخواني ولشمسر حامدکرزي، د ولسمشر دويم مرستيال محمدسرور دانش، اجرايي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، يو شمېر جهادي رهبرانو، ملي او سياسي شخصيتونو، قومي مشرانو، د افغانستان د علماوو سراسري شورا مشر مولوي قيام الدين کشاف، د کابينې غړو، د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکارانو، د ملي شورا يو شمېر غړو، د سولې عالي شورا مرستيالانو او غړو، افغانستان کې مېشتو يو شمېر کورډيپلوماتيکو غړو، د ارواښاد د کورنۍ غړو او دوستانو ګډون درلود.
د پيرسيداحمدګيلاني جنازه نن د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










