منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۹ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په ننګرهار کې سلګونه ښوونکو کاري اعتصاب کړی

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۵ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايت سلګونه ښوونکو په کامې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهيسې کاري اعتصاب کړی او د خپلو نومرو د ستونزې د حل غوښتنه کوي.

يادو ښوونکو ته د دغې ولسوالۍ په سربند سيمه کې د ښارګوټي لپاره ځمکه ورکړل شوې وه؛ خو اوس دغه ځمکه کوم شخص ته په اجاره ورکړل شوې ده.

د يادو ښوونکو يو استازي ماهر خان د سلواغې په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغې ولسوالۍ شاوخوا ۸۶۰ ښوونکو له دې امله کار بنديزکړی چې د دولت لخوا ورته د ښارګوټي لپاره ورکړل شوې ځمکه بل چا ته په اجاره ورکړل شوې ده.

هغه زياته کړه، د کامې له سربند سره نږدې په داسې ځای کې دوى ته ځمکه ورکړل شوه چې د ټولې ولسوالۍ ښوونکي کولی شي خپلو ښوونځيو ته پر وخت ځان ورسوي او هم د امنيت له لحاظه ښه موقعيت لري.

دی وايي، ځمکه لومړی دوی ته ورکړل شوې؛ خو بيا ډېره ارزانه بل چاته اجاره ورکړل شوې او له څو کلونو راهېسې دوی په يوه او بل نوم تېر اېستل کېږي.

د يادو ښوونکو له ډلې خيبر ياسيني پژواک اژانس ته وويل  چې له تېرو څو ورځو راهيسې دوی په ياده سيمه کې خېمې درولي او تر هغه وخته چې نومرې ورته تسليم نه شي؛ نو دوی له دغه ځايه د تللو اراده نه لري.

نوموړي غوښتنه وکړه چې ولايتي اداره او د پوهنې رياست دې د دوی ستونزه حل کړي، کنه دوی به د ستونزې نه حل کېدو په صورت کې خپلو اعتراضونو او اعتصاب ته دوام ورکړي.

د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک سره د خبرو پرمهال د کامې ولسوالۍ د ښوونکو دغه ستونزه ومنله؛ خو ټينګار يې وکړ چې دغه ځمکه له انجنيري پلوه د کورونو جوړېدو توان  نه لري.

هغه زياته کړه، د ځمکو ورکړه د ښوونکو هغه حق نه دی چې د کار په بدل کې ورکول کېږي، بلکې يو امتياز دی او په هر ځای کې چې ستونزه نه وي؛ نو داسې يوه ځمکه به يادو ښوونکو ته ورکول کيږي.

د شينواري د معلوماتو له مخې، ښوونکو ته بله ځمکه هم ښودل شوې؛ خو هغوی يې ځکه نه مني، په وينا يې هلته قومي مشکلات موجود دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی هم تاييدوي  چې د کامې ولسوالۍ ښوونکو د ځمکو د نه وېش له امله کاري اعتصاب کړی؛ خو وايي دوی يې د ستونزې د حل لپاره له پوهنې رياست او د کامې ولسوالۍ چارواکو سره خبرې کړې دي.

دی وايي، نن هم د ښوونکو يو شمېر استازو له والي سره ليدلي او د ستونزې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، د دغه ولايت په لسو ولسواليو کې د ښوونکو لپاره ۱۳ ښارګوټي نقشه شوي؛ خو له دوو پرته د نورو ټولو د رغولو په چارو کې خنډونه د دې لامل شوي چې ښارګوټي لا تر اوسه نه دي رغول شوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه