کندهار (پژواک، ٥ سلواغه ٩٥): په کندهار کې که له یوې خوا پر له پسې ورښتونو د یوه اباد کال لپاره د خلکو هيلې را ټوکولي، نو بل پلو یې په ځینو سیمو کې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي دي.
په کندهار کې له تېرې ورځې راهیسې په وقفه یي توګه باران اورېدل پیل شوي او سبا ته هم د ورښت اټکل شوی دی.
تر دې مهاله ۶۴ ملي متره باران اورېدلی خو د یوه اباد کال لپاره ۱۰۰ ملي متره نور باران ته هم اړتیا ده.
خو سمدستي پیل شوو ورښتونو د کندهار ښار په ځینو سیمو کې خلکو ته زیانونه هم اړولي دي.
په کندهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مسعود احمد پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، ورښتونو د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د حکیم اډې په ساحه او د ۱۲مې ناحیې اړوند د غرګي په ساحه کې ۱۶ کورونه ویجاړ کړي.
ده زیاته کړه، له دې ډلې یوازې ۳ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي، خو نور یې په قسمي توګه تخریب شوي، خو له ښه مرغه چې چا ته په کې ځان زیان نه دی اوښتی.
خو نوموړي وویل چې د ورښت له امله راوتلو سیلابونو په دامان او سپین بولدک ولسوالیو کې درې تنه مړه کړي او یو یې ټپي کړی دی.
دی وايي، تېره ورځ د دامان ولسوالۍ اړوند د مړوندۍ مانده په سیمه کې سیلاب راوتلی و چې یو تونس موټر یې وړی او په کې سپاره دوه تنه مړه شوي او یو ټپي شوی دی.
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې هم تېره ورځ د ډېر ورښت له امله سیلاب راغلی و چې یو موټر یې وړی او موټر چلوونکی یې مړ شوی دی.
پښتون یادونه وکړه چې له پېښو سره د چمتووالي د بېړنۍ کمېټې غړي همدا اوس په ساحه کې دي او اوښتی زیانونه تثبیتوي.
خو ده وویل، له هغو کورنیو سره چې تر دې مهاله تثبیت شوي د ای او ایم او نورو مرستندویه ادارو له خوا ورسره د نغدي او نورو اړتیا وړ توکو مرسته شوې ده.
دی وايي، له پېښو سره د چمتووالي اداره د احتمالي زیانونو پر مهال له ۱۰۰ کورنیو سره د مرستې لپاره چمتووالی لري.
بل خوا د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي چې له ورښتونو وړاندې یې د چمتووالي تدابیر نیولي وو او همدا اوس هم د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د تنظیف ټیمونه په کار ګومارل شوي او چېرې چې ستونزه پیښېږي د حل لپاره یې اقدام کوي.
څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، له ډېرو هڅو سربېره د کندهار ښار په ځینو سیمو کې د ډېر ورښت له امله اوبه راغلې وې چې یوه اندازه زیانونه یې اړولي دي.
د نوموړي په وینا، ورښت یو شمېر هغو کورونو ته زیان اړولی چې د شیلو پر څنډو په ناقانونه توګه جوړ شوي.
دی وايي، که څه هم ښاروالۍ د ورښت د اوبو د مهارولو په موخه استنادي دېوالونه جوړ کړي او لښتي یې پاک کړي وو، خو د کندهار ښار د شمالي برخې د میانکو له غرونو اوبه راوتلي چې سمدستي یې مهارول ګران کار دی.
خو د ده په خبره، ښاروالۍ له ځینو مرستندویه ادارو سره خبرې پیل کړي، څو په دغه ساحه کې بند او استنادي دېوال جوړ کړي چې د ورښت پر مهال اوبه مهار شي او د ښار پر واټونو و نه بهېږي.
بل خوا د کندهار د کرنې رییس حفیظ الله سیدي وايي، تر دې مهاله په کندهار کې ۶۴ ملي متره باران اورېدلی، په داسې حال کې چې د اباد کال لپاره له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ملي متره باران اورېدو ته اړتیا ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، تمه ده چې د کال په اوږدو کې ۱۰۰ ملي متره نور باران هم وشي او کال اباد شي.
دی وايي، کندهار وچ دښتي اقلیم لري چې له روان ورښت سره به نه یوازې د خلکو باغونو او کښتونو ته ډېره ګټه ورسېږي، بلکې په دهلې بند کې به هم د اوبو کچه هم لوړه شي چې د دې ولایت د اوو ولسوالیو ځمکې او باغونه خړوبوي.
د کندهار اوسېدونکي، کروندګر او باغ لرونکي پر له پسې ورښتونو خوشحاله کړي او وايي په تېرو کلونو کې په دې ولایت کې ډېر کم اورښت شوی او وچکالي وه، خو سږ کال د ورښت پیل شوي لړۍ ته په کتو د یوه اباد او سمسور کال اټکل کېدای شي.
د پنجوايي ولسوالۍ د پاشمول سیمې یوه کروندګر عبدالقیوم پژواک خبري اژانس ته وویل، د ورښتونو له پیلېدو سره په دهلې بند کې د اوبو کچه ډېره شوې چې د دې ولایت د ډېرو باغونو او کروندو د اوبه کولو یوازینۍ سرچینه ده.
دی وايي، له ورښت وړاندې په دهلې بند کې ډېرې کمې اوبه وې، په داسې حال کې چې د ژمنیو کښتونو لپاره اوبو ته سخته اړتیا وه.
د ده په خبره، اوسنیو پیل شوو ورښتونو هم په ژمي کې د باغ لرونکو او کروندګرو د اوبو اړتیا پوره کوي او هم د یوه اباد کال لپاره د خلکو هیلې ډېروي.
نوموړی دغه راز یادونه کوي چې که د کال په اوږدو کې نور باران هم وشي نو تر ځمکې لاندې به د اوبو کچه بیرته راپورته شي چې په دې وروستیو کې د وچکالۍ له امله کښته تللې وه.
د کندهار د ٧٠ سلنه اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالداري ولاړ دى خو په تېرو کلونو کې د بارانونو نشتوالي او د اوبو کمښت د خلکو د ژوند دغه مهمه وسیله زیانمنه کړې وه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










