ګردېز(پژواک،٦سلواغه٩٥): د پکتيا ديني عالمانو د ګاونډيو هېوادونو د ناسمو فتواګانو د مخنيوي په موخه په دې ولايت کې د اسلامي مرکز او دارالافتاء پر جوړېدو ټينګار وکړ.
د پکتيا ديني عالمانو دغه څرګندونې د سلواغې په ٦مه د دې ولايت له والي زلمي ويسا سره د لېدنې پرمهال وکړې.
د پکـتيا د عالمانو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وويل چې اسلامي تعليماتي مرکز او د اسلامي دارالافتاء جوړېدل ډير اړين دي.
حقبيان وايي، که په هېواد کې ديني علومو ته لازمه پاملرنه وشي او اسلامي مرکزونه جوړ شي، نو نورو هېوادونو ته د زده کړو لپاره د تګ او بيا د ځينو مغرضو کړيو او اشخاصو په دام کې د نښتو او ګڼو ستونزو مخه به نيول شوې وي.
هغه زياته کړه :((که دلته سالمې مدرسې وي او امکانات ورته برابر شي، نو بيا موږ څه کوو چې ګاونډيو هېوادونو ته خپل بچيان لېږو.))
بل ديني عالم قدرت الله هم دیني علومو ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په مرکز او ولسواليو کې بايد ديني مدرسې جوړې شي.
د هغه په وينا، په دې ولايت کې بايد داسې يو اسلامي مرکز جوړ شي چې د نړۍ له نورو معتبرو پوهنتونو سره هم وصل وي.
ده هم ويل چې په دې ولايت کې بايد يوه دارلافتاء هم جوړه شي، ترڅو د ګاونډيو هېوادونو د بې ځايه فتواګانو په اړه فتوا ورکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د پکـتيا د ارشاد، حج او اوقافو رييس مولوي عبدالغفور هم وويل چې په ټولو ولسواليو کې تر اوسه په هغه کچه مدرسې نشته چې ورته اړتيا ده.
هغه وويل:((الحمدلله تېر ته په کتو ډېر کار شوی، خو لا هم لا ډېر کار ته ضرورت دی، علماوو ته بايد ډېره ونډه ورکړل شي.))
د غونډې په پاى کې د پکـتيا والي زلمي ويسا وويل چې له څه مودې يې په پکـتيا کې د زون په کچه د لوی اسلامي مرکز جوړېدو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي او هيله من دی، چې مثبته نتيجه به ترلاسه کړي.
ده وويل چې په وار وار به د ديني عالمانو ستونزې هوارې او دغه غوښتنې به يې ومنل شي.
نوموړی وايي:((علماوو ته به په هر پرېکړه او چاره کې ونډه ورکوو، موږ ژمن يو چې تر وسه او اندازې يو لوی اسلامي مرکز او د ولسواليو په کچه ديني مدرسې جوړې او فعالې کړو.))
ولسمشر هم په وار وار ويلي چې د ارګ او منبر تر منځ به واټن له منځه وړي او د علماوو له نفوذ او پوهې څخه به د هېواد د بيارغونې او ثبات لپاره کار اخلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










