کابل(پژواک، ۸ سلواغه ۹۵): په کابل کې د بريتانيا سفير وايي چې د لوړو زده کړو لرونکي افغانان د افغانستان په مشرۍ او جوړونه کې مهم رول لري او دوى به دغه ډول ځوانانو ته د زده کړې زمينه مساعده کړي .
د بريتانيا سفير دامينيک جيرمي دغه څرګندونې تېر ماښام په کابل کې د ياد هېواد په سفارت کې د هغو افغان محصلينو د هرکلي په مراسمو کې وکړې چې ياد هېواد ته د چيفنينګ بورسونو له لارې بريتانيا ته تللي او د زده کړو له ترسره کولو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي وو.
نوموړي وويل چې د بريتانيا سفارت او د بريتانيا شاهي دولت خوښ دي چې دغو افغانانو هلته زده کړې وکړې او بېرته خپل هېواد ته د خدمت په موخه راستانه شول .
ده زياته کړه چې دغه زده کړې د ماسټرۍ په کچه او يوکلنې وې ، ده ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به دغه ډول زياتو ځوانانو ته د لوړو زده کړو چانس برابر کړي، ترڅو د هېواد په چارو کې يې اغېزمن تمام شي .
په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرستې وزيرې فريدې مومند وويل چې ٩تنو افغان ځوانانو په بېلابېلو برخو کې د چيفنينګ پروګرام له لارې په بريتانيا کې لوړې زده کړې پاى ته ورسولې او بېرته هېواد ته راستانه شول .
هغې وويل چې افغانستان دغه ډول کادرونو ته زياته اړتيا لري .
د فروزان رسولي په نامه يوې ښځينه چې له دې زده کړو فارغه شوې وه وويل چې د ياد پروګرام له لارې يې په بريتانيا کې يوکلنې لوړې زده کړې بشپړې کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










