پل علم(پژواک،١١سلواغه٩٥): په لوګر کې د ملي پیوند راډیو مسوول مدیر ادعا کوي چې د پاڅونوالو د مشر له لوري په مرګ ګواښل شوى دى.
د ملي پیوند راډيو مسوول مدير مطیع الله سرور د سلواغې په ١١مه پژواک خبری اژانس ته وویل چې تېره شپه د لوګر د پاڅونوالو د مشر او پلویانو له لوري په مرګ ګواښل شوى او ژوند یې په خطر کې دى.
هغه وايي: (( اول خپله د پاڅونوالو مشر سيدفرهاد اکبري او وروسته يې بيا ملګرو راته د مرګ ګواښونه کړي دي.))
هغه وايي چې ژوند يې په خطر کې دى او اړوند ارګانونه يې بايد وژغوري.
سرور د ګواښ د لامل په اړه وايي: (( ما خپل فېسبوک کې لیکنه کړې او د پاڅونوالو مشر، هغه د ځان ، قوم او مذهب لپاره سپکاوی بولي.))
سرور په خپل فېسبوک پاڼه کې ليکلي: (( پاڅونوال د لوګر د خلکو استازیتوب نه شی کولی، موږ تاسو پېژنو، شرم دى پر هغوى چې د لوګر د زمريانو له نوم څخه ناوړه ګټه پورته کوي، موږ تاسو پېژنو تاسو ګيدړان ياست.))
خو د پاڅونوالو مشر سید فرهاد اکبري بيا پژواک ته وویل چې مطیع الله سرور په خپله فېسبوک پاڼه کې ده، پلويانو، قوم او مذهب ته يې سپکاوى کړى دى.
هغه زياته کړه: (( قوم او مذهب ته يې سپکاوى کړى او موږ ته يې د ګيدړ خطاب کړى دى.))
د اکبري په وينا، د سرور په ګډون هيڅ خبريال حق نه لري چې د بيان له ازادۍ څخه سرغړونه وکړي، دين، مذهب، شخصيتونواو مشرانو ته سپکاوى وکړي.
ده وويل: (( ما سرور ته وويل چې خپل پوست لرې کړه او بښنه وغواړه ، خو هغه ماته وويل چې چپ شه کنه رسوا کوم دې ،نو ما هم د خپلو خبرو لهجه تونده کړه، اخطار مې ورکړ او زه پرې منکر هم نه يم.))
هغه وايي چې سرور پړ دى بايد له دوى څخه بښنه وغواړي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي ویاند سلیم صالح پژواک ته وویل چې تېره شپه مطيع الله سرور ياده موضوع له دوى سره شريکه کړې ده.
صالح وايي چې ياده موضوع له امنيتي ادارو سره شريکه شوې او هېڅوک حق نه لري چې خبريال وګواښي.
د خپرو شويو راپورنو له مخې، د روان کال په اوږدو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










