جلال اباد (پژواک، ۱۶ سلواغه ٩٥): د ننګرهار د پوهنې رياست مسولين وايي چې روان کال په دغه ولايت کې د راستنو شوو کډوالو ۳۲۰۰۰ ماشومان په موقتي ډول په ښوونيز نظام کې شامل شوي او راتلونکې مياشت ورته د رسمي کېدو پلان هم جوړ شوی دی.
دوی وايي، ټاکل شوې چې د کب مېاشتې په اوږدو کې له دغو ټولو زده کوونکو ازموينه واخيستل شي او رسماُ ښوونځيو کې شامل شي.
خو بلخوا بيا راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي چې لا يې هم کوچنيانو ته د زده کړې زمينه نه ده برابره شوې او وېره ورسره ده، که وضعيت همداسې روان وي ماشومان به يې بې زده کړو را لوی شي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې روان کال د راستنو شوو کډوالوکورنيو ۳۲۰۰۰ کوچنيان د دوی له لوري په موقتي ډول په ښوونيز نظام کې شامل شوي دي.
د شينواري د معلوماتو له مخې، په يادو زده کوونکو کې د بېلابېلو کټګوريو زده کوونکي شامل دي، چې دوی ټولو ته په موقت ډول هغه ټولګي کې چې هغوی يې وړانديز کړی ځای ورکړي او وروسته به ورته منظم سيستم جوړېږي.
دی وايي: ((په دې زده کوونکو کې داسې هم شته چې په پاکستاني مکتبونو کې يې په پاکستاني شناختي کارډ زده کړې کړې وي، داسې هم شته چې هلته يې په افغاني ښوونځيو کې تعليم کړی ، داسې هم شته چې هلته يې په غير راجستر ښوونځيو کې تعليم کړی دی؛ نو موږ ټول چې راتله په موقت ډول مو په دې خاطر چې زده کړې يې ټکنۍ نه شي، د هغوی په خوښه ټولګيو کې کېنول.))
د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول زياتوي چې اوس د پوهنې وزارت د يوې لايحې مطابق له يادو ټولو زده کوونکو ازموينه اخيستل کيږي او بيا به رسماُ ښوونځيو کې شامل شي.
محمداصف شينواري زياته کړه: ((په راتلونکې کب مياشت کې له دغو ټولو زده کوونکو ازموينه اخيستل کېږي او هغوی چې هر ټولګي ته امتحان ورکوي؛ نو د کاميابۍ په صورت کې به هماغه ټولګي کې کېنول کيږي؛ خو اسناد هم شرط دی.))
بلخوا بيا راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي چې لا يې هم کوچنيانو ته د زده کړې زمينه نه ده برابره شوې او ويره ورسره ده، که وضعيت همداسې روان وي ماشومان به يې بې زده کړو را لوی شي.
د دغو کډوالو له ډلې يو شمېر يې د ننګرهار او لغمان ترمنځ د ګمبيري په نوم په يوه دښتنه کې مېشت شوي، چې هېڅ ښوونځي ته لاسرسي نه لري.
حاجي غلام الله چې د دغو راستنو شوو کورنيو مشر دی، پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دغلته ميشت دي؛ خو تر اوسه ورسره د نورو ستونزو د نه حل ترڅنګ د اولادونو د زده کړو په برخه کې هم چا مرسته نه ده کړې.
دی وايي، ښوونځي ترې ډير لرې دي او د دوی نږدې دوه زره کورنيو ته هېڅ ښوونځی نشته.
ساجد الله چې پاکستان کې يې تر يوولسمه د مهاجرو په يو ښوونځي کې زده کړې سرته رسولې وې، خپل وروستي تعليمي کال ته ډير حيران دی.
دی وايي، که حکومت ورته ژر ښوونځی جوړ نه کړي؛ نو د دغو شاوخوا سلګونو کورنيو ګڼ شمېر ماشومان او ځوانان به له زده کړو محروم پاتې شي.
د بهسودو ولسوالۍ اړوند په سراچې سيمه کې په يو خرابه کې ديره د لسو کورنيو ماشومان هم له زده کړو بې برخې دي.
يادې کورنۍ درې مياشتې وړاندې هيواد ته راستنې شوي او لسګونه ماشومان يې چې هلته يې زده کړې کولې اوس په کور دي.
د دغو کورنيو يو مشر حاجي سيد الرحيم پژواک اژانس ته وويل: ((مشر زوی مې لسم صنف کې و، همداسې لمسى مې ، ورېرونه مې لوڼې مې ، لمسۍ مې ، ورېرې مې ټولو زده کړې کولې؛ خو اوس چې دلته راغلي يو له ټولو تعليم پاتې دی.))
دا وايي، نږدې ورسره ښوونځی نشته، لرې ښوونځيو ته يې وس نه رسيږي ؛ نو ځکه يې اولادونه هم تر اوسه ښوونځي کې نه دي شامل کړي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين هم مني چې د يو شمېر راستنو شوو کورنيو اولادونو ته دا زمينه نه ده برابره شوې؛ خو وايي، کورنۍ بايد خپل اولادونه نږدې ښوونځيو ته ولېږي.
محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل چې دوی هرې کورنۍ ته د ځانګړي ښوونځي جوړولو وس نه لري او کورنۍ بايد خپل اولادونه نږدې ښوونځيو کې داخل کړي.
د يادولو ده چې په دې وروستيو کې شاوخوا شپږ سوه زره کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي، چې نږدې ۷۵ سلنه يې په ننګرهار کې مېشت شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










