مزارشريف (پژواک، ۱۶ سلواغه، ۹۵): د بلخ مېرمنو د سولې عالی شورا؛ د نارينه وو شورا وبلله او له همدې امله يې د سولې په تړاو د دغې شورا هڅې نيمګړې وبللې.
په همدې تړاو د سلواغې په ۱۶مه، د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو غونډه تر سره شوه، چې د دولتي چارواکو تر څنګ په کې د ښځو په برخه کې کارکوونکو مدنې فعالانو هم برخه اخيستې وه.
د يادې غونډې تنظيمونکي جاويد سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې سوله د ټولنې لپاره د اکسېجن حيثيت لري او دغه اړخ ته د نارينه وو تر څنګ مېرمنې هم اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې د سولې عالی شورا د ښځو له ونډې پرته،يوازې په نارينه وو د سولې په لور بريالی ګامونه نه شي اخيستی.
د هغه په وينا، دوی هڅې کوي چې د سولې عالی شورا کې د سولې پر لور د سمو ګامونو اخيستو په موخه د مېرمنو ونډه ډېره کړي.
د يادې غونډې په څنډه کې د بلخ ولايت مدنې فعالې مېرمن تمنا وويل چې يوازې د سولې عالی شورا نه، بلکې په عمومي توګه په افغان ټولنه کې د ښځو ونډه کمه ده.
نوموړې زياته کړه چې اوسني حکومت هم يوازې په نارينه وو باور وکړ او ښځې يې يوې څنډې ته پرېښودې.
د هغې په وينا، د سولې لپاره هڅې د ټولنې جدي اړتيا ده او ښځې هم د دغې ټولنې برخه ده؛ دولت بايد دغې ونډې ته د ارزښت په سترګه وګوري.
بلخوا د بلخ د ښځو چارو ريسې مېرمن شهلا حديد بيا دولت ته ګواښ وکړ، چې له دې وروسته دې په دولتي چاور کې د ښځو ونډې ته په کمه سترګه نه ګوري.
نوموړې زياته کړه: ((دولت دې اوسنۍ مېرمنې لس کاله پخوانۍ مېرمنې نه ګڼي.))
د هغې په وينا، دولت دې دا فکر نه کوي چې هر پروګرام به په خپله خوښه جوړوي، په خپله به يې عملي کوي او ښځې به يې پر وړاندې چپ پاتې وي.
مېرمن حديد د سولې لپاره روانې هڅې د هېواد لپاره ګټورې وبللې؛ خو په دغو هڅو کې يې د ښځو پر ونډه ټينګار وکړ.
د بلخ مېرمنو په داسې حال کې د سولې په عالي شورا کې د ښځو د ونډې پر نه شتون نيوکې کوي، چې د باميانو پخوانۍ والۍ حبيبه سرابى ددې شورا مرستياله ده .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










