منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په درېیو ولسوالیو کې د پوهنې بهیر په ټپه ولاړ دی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۸ کتنې

کندهار(پژواک،٢٠سلواغه٩٥): د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په  درې ولسوالیو غورک، رېګستان او ښورواک کې هيڅ ښوونځی نشته چې له امله يې د دغو ولسوالیو زرګونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغو ولسوالیو کې د ناامنیو، د کدرونو د نشتوالي او یو شمېر نورو ستونزو له امله نه دي توانېدلي چې ښوونځي پرانیزي.

د کندهار د پوهنې سرپرست رییس محب الله قادري نن د ولایت مقام د رسینو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل، کندهار په تشکیل کې ۵۷۳ ښوونځي لري چې ۴۲۰ یې فعال او ۱۵۳ یې غیر فعال دي.

هغه زیاته کړه، دغه ښوونځي له کلونو راهیسې د ناامنیو، په لرې پرتو سیمو کې د کدرونو او په ځینو مواردو کې د نفوس د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د ده په خبره، د بندو ښوونځیو ډېره برخه په غورک، رېګستان او ښوراوک ولسوالیو کې دي چې د پوهنې بهیر په کې په ټپه ولاړ دی.

د نوموړي په خبره، له یادو شوو درېیو ولسوالیو وروسته نور ښوونځي په خاکرېز، شاولیکوټ، میوند او ارغستان ولسوالیو کې تړلي دي.

خو ده دا هم وویل چې روان کال یې په یو شمېر ولسوالیو کې د بندو ښوونځیو له ډلې ۱۷ بیرته پرانیستې چې ۱۲ ښوونځي او پنځه دیني مدرسې دي.

دی وايي، د پوهنې ریاست هڅه کوي له خپل توان سره سم نور بند ښوونځي هم پرانیزي، څو په زرګونو له زده کړو بې برخې ماشومان له زده کړو برخمن شي.

خو د ده په خبره، په لرې پرتو سیمو کې د ناامنۍ تر څنګ جدي ستونزه د کدرونو د نشتوالي ده، ځکه په کمو امتیازاتو څوک زړه نه ښه کوي چې ناامنو ولسوالیو ته د تدریس لپاره لاړ شي.

قادري دغه راز یادونه وکړه چې په ځینو سیمو کې بیا د نفوس د کمښت ستونزه هم ده، ځکه ډېر خلک له ناامنیو او نورو ستونزو له یوې سیمې بلې ته کډوال شوي دي.

نوموړي په فعالو ۴۲۰ ښوونځیو کې د زده کوونکو او ښوونکو د شمېر په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل دا مهال په دغو ښوونځیو کې څه له پاسه ۲۷۲ زره زده کوونکي زده کړې کوي چې ۷۰ زره ۱۶۳ یې نجونې دي.

ده زیاته کړه، روان تعلیمي کال په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۴۰ زره ۶ سوه او ۲۹ نوي زده کوونکي ښوونځیو ته شامل شوي چې ۱۲ زره ۱۴۴ تنې یې نجونې دي.

دی وايي دغه شمېر زده کوونکو ته د ۷۰۱۵ ښوونکو له خوا تدریس کېږي چې په رسمي، قراردادي او د حق الزحمې په بڼه په دندو ګومارل شوي دي.

خو ده یادونه وکړه چې لا هم د تشکیل کمښت د پوهنې ریاست تر ټولو جدي ستونزه ده او ویې ویل چې په نږدې راتلونکې کې به د دې ریاست ۲۰۰ تش بستونه د ازادې سیالې له لارې ډک کړل شي.

نوموړي د دې تر څنګ د ودانیو نشتوالي او د کتابونو کمښت هم د عمده ستونزو په توګه یادل کړل او ویې ویل چې په روان کال کې یې ډېره کمه انداره کتابونه تر لاسه کړي چې زده کوونکو ته بسنه نه کوي.

خو دی وايي چې له ګڼو ستونزو او ننګونو سربېره یې په روان تعلیمي کال کې د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره یو شمېر ګامونه هم اخیستي دي.

ده وویل، په کندهار ښار او ولسوالیو کې ۲۳ بابه ښوونځي چې خپلې ودانۍ نه لري، ودانۍ په کرایه ورته نیول شوي، د ۱۷ ښوونځیو د ترمیم چارې بشپړې شوې او د ۱۰۳ نورو ښوونځیو د ترمیم چارې روانې دي چې د ۴۹ ښوونځیو د احاطې دېوالونه په کې شامل دي.

دغه راز یادونه وکړه چې د اصلاحاتو په لړ کې یې په ټولو هغو ښوونځیو کې چې نجونې په کې    زده کړې کوي د نارینه وو پر ځاى ښځینه پرسونل په دندو ګومارلى دى.

ده زیاه کړه، د نورو ولایتونو او د کندهار د ناامنو ولسوالیو ۲۵۸ زده کوونکو ته یې په کندهار ښار کې د زده کړې او لیلیې اسانتیاوې برابرې کړي او دغه راز د جګړو له امله د بې ځایه شوو کورنیو ۵۷۵ زده کوونکي یې ښوونځیو ته شامل کړي دي.

ده خبر ورکړ چې په روان کال کې به د مرستندویه ادارو په ملاتړ په بېلابېلو هغو سیمو کې چې ښوونځي په کې تړل شوي، ۲۰۰ سیمه ییز ټولګي جوړ کړي، څو زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

نوموړي د کتابونو د نشتوالي، د ودانیو د کمښت او د کم تشکیل د ستونزو تر څنګ د بودیجې د پر وخت نه رسېدو نه یادونه هم وکړه چې اړوند وزارت باید دې برخې ته پاملرنه وکړي.

د یادونې ده چې د کندهار اوسېدونکي هم وخت په وخت د دې ولایت د پوهنې له اوسني ښوونیز بهیر څخه شکایت کوي او په وار وار یې له مرکزي ادارې د دې ولایت د پوهنې د بهیر د معیاري کېدو او شته ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه