کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۹۵): نن په کابل کې د ٦٠ نجونو په ګډون څه باندې ١١٠٠ تنو د سيرت النبي (ص) په سيالۍ کې چې د لومړي کچې ګټونکي به يې حج ته ولېږل شي، برخه واخيسته.
د دې سيالۍ د دويمې کچې ګټونکی به د عمرې حج ته واستول شي، د درېيمې کچې ګټونکی ته به يې يو لب ټاپ کمپيوټر ورکړل شي او ۱۵ نورو مخکښو ګډونوالو ته به جايزې او ستاينليکونه ورکړل شي.
دغه سيالۍ د حرکت انقلاب مردم افغانستان ګوند له لوري نن د کابل ښار په ده افغانانو کې د حاجې عبدالرحمن په جامع جومات کې په ليکلې بڼه ترسره شوې. د سياليو په ګډونوالو کې د بېلابېلو عمرونو کسانو برخه لرله.
د دغه ګوند مشر عبدالحکيم منيب د سياليو پر مهال خبريالانو ته وويل چې د سيالۍ لپاره نوم ليکنه شل ورځې مخکې پيل شوې او د نوم ليکنې پر مهال ګډونوالو ته د سيرت النبي (ص) کتاب هم ورکول کېده.
دی وايي: "د دې سيالۍ له لارې غواړو ځوانان له نبوي سيرت سره اشنا شي او له مخې يې په هېواد کې تلپاتې سولې ټينګه شي او د مخدراتو او هر ډول تبعيض او تربګنيو مخنيوى وشي."
نوموړی زياتوي، ټاکل شوې چې د يادې سيالي پايلې راتلونکې پنجشنبې اعلان شي.
د ښځو چارو وزارت د ديني چارو سلاکارې ياسمين سروري د ياد ګوند له خوا د نبوي (ص) سيرت د سياليو ترسره کول او په کې نجونو ته ونډه ورکول وستايل او له ټولو ځوانانو يې وغوښتل چې د اسلام د ستر پيغمبر (ص) له سيرت نه ځانونه خبر کړي او د خپل ژوندانه سرمشق يې وټاکي.
هغې وويل: "زموږ په ټولنه کې ډېری ستونزې د ديني امورو له بې خبرۍ رامنځته شوي، ټول هېوادوال په ځانګړې توګه خويندې که چېرې له ديني چارو پوره پوهاوى ولري، ډاډه يمه چې تر ډېره بريده به په ټولنه کې د ګڼو ستونزو مخه ونيول شي."
د افغانستان د علماوو شورا غړي مفتي شمس الرحمن فروتن هم د يادې سيالۍ ترسره کول وستايل او ويې ويل: "د سيرت النبوي (ص) د سياليو تر سره کول د نورو مبتذلو برنامو د مخينوي يو ښه بديل دی، د دې سياليو موخه په هېواد کې د ورورولۍ، تقوی، سولې د ټينګښت او تربګنيو د مخنيوي پيغام لري؛ مهمه ده چې نبوي اخلاق د خپل ژوند سرمشق وټاکو."
د ولسي جرګې غړي مولوي تره خېل محمدي هم د يادې سيالۍ ترسره کول وستايل او پر نورو ګوندونو، مدني ټولنو او سوداګرو يې غږ وکړ چې د ټولنې پرمختګ او د نبوي سيرت د لاپوهاوي په موخه دې ورته سيالۍ پر لاره واچوي.
د يادو سياليو ګډونوال ۱۲ کلن محمدفرشاد پژواک خبري اژانس ته وويل: "ما له دې امله په دې سيالۍ کې ګډون کړى چې له نبوي سيرت او سنتو سره اشنا شم، هدف مې د مقام ګټل نه، بلکې د سيرت زده کړه ده."
یوه بله ګډونواله عايشه چې شاوخوا ١٧ کاله عمر لري وايي: "غواړم په ديني چارو کې تر هر چا مخکې ګډون وکړم او د خپل مقدس دين په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړم."
هغه زياتوي، پر ديني امورو پوهېدل د منکراتو، بدو لارو او ګناهونو د مخينوي لامل کېږي او د ګناه نه کول بيا د لوی خدای (ج) د رضا او د د نيا او اخرت د برياليتوبونو لامل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










