جلال اباد (پژواک، ۲٢ سلواغه ٩٥): د ننګرهار ولايتي شورا يو شمېر غړي، قومي مشران او د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان په نا امنو سيمو کې له دولتي ښوونځيو نظارت کوي او ښوونځيو ته نه تلونکي استادان غير حاضروي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين هم مني چې وسله وال طالبان د ځینو ښوونځيو نظارت کوي خو وايي، يادې چارې د ښوونيز سيستم په غښتلي کېدو کې مرسته کړې ده.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړي او د خوږياڼو قومي مشر اجمل عمر له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال وويل چې وسله وال طالبان د دغه ولايت د ډېری لرو پرتو ولسواليو ښوونيز نظام څاري.
دی وايي، وسله وال ښوونځيو ته ورځي او هغه ښوونکي چې حاضر نه وي، د ښوونځي اداره ته يې د غير حاضرۍ جدي سپارښتنه کوي.
د هغه په وينا، دغه چاره تر ډېره د ننګرهار په خوږياڼو، حصارک او شېرزادو ولسوالۍ کې روانه ده؛ خو په نورو يو شمېر سيمو کې چې طالبان فعاليت کوي، هلته هم ورته کړنې ترسره کېږي.
د شېرزادو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي جعفر هم پژواک اژانس ته وويل چې په لرو پرتو سيمو کې وسله وال طالبان د دولتي ښوونځيو څارنه کوي.
نوموړی د دغه کار ستاينه کوي؛ ځکه په خبره يې په هغو سيمو کې چې وسله وال طالبان له ښوونځيو نظارت لري، هلته ښوونيزې چارې ښې پر مخ روانې دي.
اسرارالله د خوږياڼو ولسوالۍ د نوکړخېلو سيمې اوسېدونکی او په نوکړخېلو لېسه کې د یوولسم ټولګي زده کوونکی دی. هغه وايي په اوونۍ کې څو ځلې طالبان ښوونځي ته ورځي او د ښوونکو حاضري ګوري.
دی وايي، هغه ښوونکي غير حاضرېږي چې شتون ونه لري او ورته د بيا ځل نه غير حاضرۍ اختار ورکول کېږي.
د نوموړي په وينا، د طالبانو تر نظارت وړاندې ډېرو ښوونکو غير حاضري کوله؛ خو اوس دغه چاره تر ډېره راکنټرول شوې ده.
د خوږياڼو ولسوالۍ د پوهنې مدير عابدالرحمن هم مني چې په لرو پرتو سيمو کې د دوی له ښوونځيو وسله وال طالبان نظارت کوي او غير حاضر ښوونکي غير حاضروي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ د وزيرو جهادي، سنګي مياګانو، زاوې بابي کڅ، هاشم خېل، نوکړخېل، مزکي خېل، د مملې د نجونو او د وزيرو د نجونو لېسو څارنه وسله وال طالبان کوي.
هغه د طالبانو ياد نظارت په دې ولسوالۍ کې د ښوونيز بهير لپاره ګټور ياد کړ او ټينګار يې وکړه چې د طالبانو د نظارت او له پوهنيز ډګر سره د همکارۍ په وجه په دې ولسوالۍ کې د نجونو ۷ لېسې فعالې دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمداصف شينواری هم مني چې د دغه ولايت په څلورو ولسواليو کې وسله وال طالبان د ښوونځيو نظارت کوي.
هغه پژواک اژانس وويل چې شېرزاد، خوږياڼي، سره رود او پچيراګام د يو شمېر لېسو نظارت وسله وال طالبان کوي او د غير حاضرو استادانو خانې قيد کوي.
نوموړی وايي چې دغه چاره تر ډېره په نا امنو سيمو کې ترسره کېږي او د ښوونيز بهير لپاره ځکه ګټوره ده چې هلته د دوی نظارت کوونکي نه شي ورتللی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پر مهال په ځینو سيمو کې د دغو ستونزو شتون تاييد کړ؛ خو ټینګار يې وکړ چې ولايتي اداره تر يوې ادارې لاندې د يو ښوونيز نظام مخې ته تګ پلوې ده.
دی وايي، هڅې روانې دي چې په لرو پرتو سيمو کې امنيت تامين شي او هغه مهال چې امنيت تامين وي د دې ډول ستونزو موجوديت ممکن نه دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مني، چې دوى په بېلا بېلو سيمو کې له ښوونځيو نظارت کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل : ((زموږ د تعلیم او تربيي څانګه د خپل مکلفیت له مخې په ټولو ولایاتو او ولسواليو کې د ښونځيو، مدارسو او لیسو څار او نظارت کوي، د ښونکو حاضري او د شاګردانو حاضری څارل ډيره مهمه مسئله ده چې موږ يې په اړه بې غوري نشو برداشت کولای، همدا راز د درسي جریان په ښه توګه پرمختلل زموږ له اساسي اهدافو څخه دي.))
د يادولو ده، اوسمهال په ټول ننګرهار کې ۹۰۲ بابه ښوونځي فعال دي چې د څلوېښت سلنه نجونو په ګډون په کې ۸۲۰۰۰۰ زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










