کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٥): د "نى" موسسه د ازادو رسنيو له مالي وضعيت څخه له اندېښنې څرګندولو سربېره وايي، په تېرو درېيو کلونو کې د همدې ستونزې له امله يوه خصوصي ټلويزيون او لس راډيوګانو خپل فعاليتونه درولي دي.
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) موسسې اجرايي مشر مجيب خلوتګر، نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، چې سيمه ييزې رسنۍ له ډېرو ستونزو په ځانګړي ډول امنيتي او اقتصادي هغو سره مخامخ دي.
د هغه په وينا، د ياد بنسټ په يوې تازه څېړنه کې د کندوز، خوست، دايکنډي، هرات، بلخ، زابل، ننګرهار او کندهار سيمه ييزو رسنيو حالت څېړل شوى دى.
ده زياته کړه، په دغو ولايتونو کې ټولو رسنيو له زياتو مالي ستونزو، د برېښنا د لګښتونو له لوړوالي، د سوداګريزو اعلانونو له نه شتون او معلوماتو ته د نه لاسرسي په اړه سر ټکاوه.
د نى ادارې اجرايي مشر وويل: "د يادو رسنيو ډېرو يې پر دې سربېره چې د خپلو کارکوونکو معاشونه تر نيمايي راکم کړي، خو بيا هم په ځينو مواردو کې يو شمېر کارکوونکو ته تر ١٦ مياشتو پورې معاشونه نه دي ورکړل شوي."
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، له ١٣٩٣ لمريز کال راهيسې په هېواد کې يو خصوصي ټلويزيون، لس سيمه ييزې راډيوګانې او لسګونه چاپي خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله بندې شوې او که چېرې وضعيت همدا ډول دوام ومومي، نو ګڼ شمېر رسنۍ به خپل فعاليت له لاسه ورکړي.
نوموړي د غوره حکومتوالۍ په پياوړتيا کې د رسنيو رول د مهم بللو ترڅنګ وويل، د ازادو رسنيو بندېدل به د اداري او مالي فساد د ډېرېدو لامل شي، نو له همدې امله اړينه ده، څو دولت دوى ته د اسانتياوو د برابرولو ترڅنګ له رسنيو ملاتړ وکړي.
خلوتګر ورته مهال له حکومت وغوښتل، څو معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې ګام پورته کړي او د رسنيو پر وړاندې شته محدوديتونه په ځانګړي ډول زيات ماليات له منځه يوسي.
دا اندېښنې په داسې حال کې کېږي، چې په باميانو کې د سيمه ييزو سرچينو په وينا، په ياد ولايت کې د شپږو سيمه ييز راډيوګانو له جملې يې درې له فعاليت غورځېدلې دي.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سرپرست احمد حسين احمدپور د يادې موضوع په څرګندولو سره پژواک ته وويل: "له بده مرغه رسنۍ، نه يواځې راډيوګانې، بلکې زياتې چاپي رسنۍ هم د امکاناتو د نه شتون او نه ملاتړ له امله، له خپرونو غورځېدلې دي."
باميانو کې د پيوند سيمه ييزې راډيو مسوول محمد حامد مدير وويل: "د برېښنا، بوديجې او د سوداګريزو اعلانونو نه شتون؛ د راډيوګانو له عمده ستونزو بلل کېږي او دا مسايل بيا د دې لامل شوي، څو د باميانو رسنۍ له ناوړه حالت سره لاس او ګرېوان شي."
خلوتګر د يادې خبري ناستې په بله برخه کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدين حکمتيار چې ټاکل شوې له دولت سره د سولې هوکړه ليک پر بنسټ کابل ته راشي؛ غوښتي څو د بي بي سي د پخواني خبريال ميرويس جليل د قاتلانو د محاکمې او پېژندنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ميرويس جليل د ١٣٧٣ لمريز کال په زمري مياشت کې له حکمتيار سره له مرکې وروسته کابل ښار ته د راستنېدو په ترڅ کې د دې ښار په يوې څنډه کې ووژل شو.
حزب اسلامي تر اوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










