کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٥): د دولت کابينې د تقنين کمېټې، د بنسټ اېښودو او فعاليت د څرنګوالي مقررې د تعديل په برخه کې د رسنيو د ټولنې وړانديزونه تاييد او منلي دي.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي ويلي، د ترسره شوي تعديل له مخې، د رسنيو لپاره د حق الامتياز او بانکي تضمين لګښتونه په ځينو برخو کې تر ٩٠ سلنې پورې راټيټ شوي دي.
نوموړي د بېلګې په ډول ويلي، د مقررې په متن کې د سراسري او سيمه ييزو ټلويزيونونو حق الامتياز، پنځوس زره افغانۍ ټاکل شوى و او د تعديل په طرحه کې د سراسري ټلويزيونونو لپاره لس زره افغانۍ او سيمه ييزو ټلويزيونونو ته بيا درې زره افغانۍ په پام کې نيول شوې دي.
مرتضوي زياته کړې، د ولسمشر د دويم مرستيال په مشرۍ د دولت د کابينې د تقنين کمېټه، د مطرح شوي وړانديز د تاييد ترڅنګ د يادې مقررې د تعديل په اړه پرېکړه وکړه، څو ياده طرحه د تصويب لپاره د کابينې ناستې ته وړاندې شي.
د افغانستان د ژورناليستانو ملي ټولنې اجرايي مشر او د افغانستان د رسنيو او ژورناليستانو د فدراسيون د مشرتابه غړي فهيم دشتي پژواک ته په رالېږل شوې خبرپانه کې، د يادې مقررې له تعديل هرکلى کړى او د کابينې له لوري يې د تصويب غوښتنه کړې ده.
د يادې مقررې له مخې، چې د ١٣٩٤ لمريز کال په لړم مياشت کې نافذه شوې، ټولې رسنۍ مکلفې شوې، څو د خپل فعاليت جوازونه نوي کړي او د جواز د نوي کولو لپاره يوه ټاکلې اندازه د حق الامتياز په توګه او بله اندازه د تضمين په توګه حکومت ته تحويل کړي.
له دې وړاندې د افغانستان د رسنيو او ژورناليستانو بنسټونو فدراسيون استازو له ولسمشر سره د ناستو پر مهال د يادې مقررې د تعديل غوښتنه کړې وه.
ولسمشر د يادې مقررې د ځنډولو ترڅنګ ژمنه کړې وه، چې په دغه برخه کې به ګام پورته کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










