جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ٩٥): د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب د پراختیا او د درسي کتابونو د تاليف عمومي رييس وايي چې اوسنی تعليمي نصاب له ځينو ستونزو سره مخ دی او په ټول هېواد کې د ښوونیز نصاب د بدلون لپاره هڅې پيل شوې دي.
عبدالظاهر ګلستاني دا څرګندونې د سلواغې په ۲۵مه په ننګرهار کې د ښوونيز نصاب د سلا مشورې په خاطر د درې ورځني کنفرانس په لومړۍ ورځ له رسنيو سره د خبرو پر مهال وکړې.
دی وايي چې تعليمي کتابونه بايد تل تغيير وکړي او د ټولني او وخت او زمان پوښتنو ته ځواب ويونکی شي چې اوس د پوهنې وزارت په دې برخه کې پراخې هلې ځلې پيل کړې دي.
د ګلستاني د معلوماتو له مخې، د يو شمېر معيارونو په پام کې نيولو سره يې د هېواد په کچه د ښوونکو، ديني عالمانو، نظر خاوندانو او پوهانو ورکشاپونه پيل کړي چې د يو ځواب ويونکي معياري تعليمي نصاب لپاره واحده ملي طرحه جوړه کړي.
په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت يو شمېر ښوونکي او د ښوونځيو مسوولين وايي چې اوسنی ښوونیز نصاب ډېر لوړ معيار لري او د ځينو ښوونکو سويه دومره نه ده، چې ياد کتابونه تدريس کړي.
د جلال اباد ښار د ننګرهار لېسې مدير شېر بهير حميدي پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال وويل، داسې ښوونکي په لېسو کې پر دندو ګومارل شوي چې سويه يې ډېره کمه ده او تعليمي نصاب ډېر لوړ معيار لري.
هغه غوښتنه وکړه چې پوهنې وزارت دې يا د ښوونیز نصاب معيار را کم کړي او يا دې هم د ښوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره هلې ځلې وکړي.
خو د نازو انا لېسې د رياضیاتو برخې ښوونکې زهرا نظري له پژواک سره د خبرو پر مهال د تعليمي نصاب د معيار له ټیټولو سره مخالفت وکړ او زياته يې کړه چې معيار لا لوړ او تر څنګ يې د ښوونکو ظرفيت لوړونې ته فکر وشي.
هغه د ځان په اړه وايي: ((ما ته چې کله د رضياتو نوی کتاب په ۱۳۸۳ کال کې وسپارل شو؛ نو هغه څه په کې ځای شوي وو چې ما لا نه و لوستي؛ خو ما او ځينو نورو ښوونکو له يو بل استاد څخه ګډ ورکشاپ واخيست او خپله ستونزه مو حل کړه.))
د ننګرهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال اول ګل ابو زاهد هم مني چې ځيني ښوونکي له تعليمي نصاب څخه ټيټه سويه لري؛ خو وايي، د يادې ستونزې د حل لپاره د ښوونکو د ظرفيت لوړونې پروګرامونه پيل شوي دي.
هغه وايي، پخوا تر شپږم ټولګي په ښوونیز نصاب کې هم ستونزه وه؛ خو اوس دغه ستونزه حل شوې او ښوونیز نصاب د زده کوونکو له سويې سره برابر جوړ شوی دی.
د پوهنې وزارت د مسولينو د معلوماتو له مخې د تعليمي نصاب د تغيير او سمون په اړه د مشورو راټولو دا پروګرام د يونسکو ادارې په مرسته پيل شوی او تر دې وړاندې په هرات، بلخ او کندهار ولايتونو کې هم ورته کنفرانسونه داير شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










