منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۱ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نيمروز کې شا وخوا ٣٠ زره بې اسناده موټر موجود دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

زرنج (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٥): د نيمروز ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په ياد ولايت کې لسګونه زره بې اسناده موټرونه تګ راتګ کوي چې له همدې موټرونو په ګټې ډېرى جرمونه هم ترسره کېږي.

د نيمروز د ترافيکو مديريت چارواکي هم په ياد ولايت کې د بې اسناده موټرونو موجوديت مني او يو شمېر ټرافيکي پېښې هم په دغو موټرونو پورې تړي.

د نيمروز د ټرافيکو مدير څارمن محمد زرين وويل، چې په روان کال کې په ياد ولايت کې ٣٠ ترافيکې پېښې ترسره شوې، چې له امله يې ٢٧ کسان مړه او ١٢٩ نور ټپيان شوي، چې يو لامل يې هم د بې اسنادو ښي لاسي سټيرينګ موټرونو موجوديت دى چې يو شمېر موټر چلوونکي يې له کنټرول بې وسه دي.

هغه زياته کړه: "ښي لاسي موټرونه چې په جاپان، امريکا، کاناډا، او جرمني کې جوړ شوي، د پاکستان او ايران سرحدونو له لارې نيمروز ته راوړل کېږي."

نوموړي د بې اسنادو موټرونو د شمېر په اړه وويل، چې په ياد ولايت کې شا وخوا ٣٠ زره بې اسناده موټرونه موجود دي او کوم موټرونه چې اسناد هم لري؛ له دې امله چې ډېرى يې له نورو ولايتونو اسناد ترلاسه کړي، د ياد ولايت په مديريت کې نه دي ثبت.

ياد سيمه ييز چارواکي زياته کړه، د ياد ولايت ډېرى موټرونه؛ اسناد نه لري.

د نيمروز ولايت يوه موټرپلورونکي نعمت الله وويل، کېداى شي چې د ياد ولايت پنځوس سلنه موټرې قانوني اسناد ولري؛ پاتې نور يې ټول بې اسناده دي.

هغه وويل، چې ډېرى ښي لاسي او بې اسناده موټرې د پرزو په نوم په کانټينرونو کې د نيمروز ګمرک ته راوړل کېږي او له هغه وروسته بيا ښار ته راوړل کېږي.

هغه زياته کړه: "په هر کانټينر کې له څلورو تر پنځو موټرونو چې له هېواد څخه بهر پرزه او ځاى پرځاى شوي او د نيمروز په ګمرک کې د پرزې په نوم محصول او بيا په زرنج ښار کې د پښانو له لوري ويلډينګ کېږي او بيا بازار ته وړاندې کېږي."

د نيمروز امنيه قوماندانۍ يوه چارواکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، د ياد خبر د منلو ترڅنګ وويل، چې هره ورځ د نيمروز ګمرک ته دا ډول پنځه تر شپږو کانټينرونو پورې راوړل کېږي، چې د موټر د پرزو په نوم محصول او له هغه وروسته بازار ته راوارديږي.

سرچينې د دې خبرې په څرګندولو سره چې دولت بايد لومړى د دا ډول موټرونو د واردېدو مخنيوى وکړي، ويل: "موږ له مرکز څخه د چارواکو د امر په انتظار يو، څو ښي لاسو موټرونو ته اسناد ووېشل شي، ځکه د پلېټونو وېش په مستقيمه توګه د ولسمشر له امر سره تړاو لري او سيمه ييز چارواکي او ان تر دې چې وزارت هم دغه امر نه شي صادرولى."

ياد امنيتي چارواکي ومنله چې په نيمروز ولايت کې ډېرى جرمونه له بې اسناده موټرونو په ګټې ترسره کېږي، خو په دې اړوند يې نور جزيات وړاندې نه کړل.

بلخوا د نيمروز د ټرافيکو مدير وويل، چې پنځه کاله وړاندې د وخت د وزيرانو شورا له خوا د ياد ولايت ٣٨٠٠ موټرونو ته لنډمهاله پنځه کلن اسناد ورکړل شول، چې اوسمهال دغه نېټه هم پاى ته رسېدلې او په مرکز کې د چارواکو د لارښوونې له مخې، د بې اسنادو موټرونو په اړه ګام پورته کېږي.

د نيمروز يوه بل اوسېدونکي فضل احمد وويل:"له بې اسناده موټرونو سره څوک کار نه لري، بيې هم ډېرې ټيټې دي، يو کرولا موټر پکې له يو لک تر يولک او پنځوس زره افغانيو پورې پلورل کېږي، له دغو موټرونو ډېرى خلک ګټه اخلي، خو همدا ډول ورته اسناد لرونکي موټرونه بيا تر څلورلکه افغانيو پورې پلورل کېږي."

د نيمروز يوه مدني فعال محمدامان بارک وويل، چې په ياد ولايت کې بې اسناده موټرونه بې اندازې زيات دي، چې راټولول يې هم يو ستونزمن کار دى.

هغه زياته کړه: "په ياد ولايت کې ډېرى خلک د اسناد لرونکو موټرونو د اخيستو وس نه لري، ځکه بيې يې ډېرې لوړې دي؛ له همدې امله د بې اسناده موټرونو بازار ډېر ګرم دى."

د نيمروز والي محمدسميع وويل، چې دغه ستونزه يې د مرکز له چارواکو سره شريکه کړې او اوسمهال د اړونده چارواکو لارښوونې ته منتظر دي، څو له مخې يې دوى هماغه شان عمل وکړي.

بې اسناده موټرونه نه يوازې په نيمروز ولايت کې تر دې اندازې رسېدلي، بلکې د کابل په ګډون ډېرى ولايتونو کې بې اسناده موټرې ګرځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه