منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې شپـږ راډيوګانې له قانوني جواز پرته خپرونې کوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ٩٥):د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي  چې په دغه ولايت کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼې ايف ايم راډيوګانې د سقوط تر بريده رسېدلي او يوې يې خپرونې هم بندې کړې دي.

د دغه رياست د مسوولينو د معلوماتو له مخې، شپږ داسې راډيوګانې هم خپرونې کوي چې هېڅ قانوني جواز نه لري، چې تر ډيره يې خپرونې هم له اخلاقي او ژورنالېستيکي اصولو سره په ټکر کې دي.

خو د ننګرهار اوسېدونکي او کتونکي بيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د څار نشتوالی هغه څه يادوي چې په خبره يې د راډيوي خپرونو معيارونه د کورنۍ د اورېدو له پولو بهر شوي دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم چې د سلواغې په ۳۰مه يې په دغه ولايت کې د راډيو نړېوالې ورځې نمانځغونډې ته خبرې کولې وويل چې د اېف اېم راډيوګانو له خپرونو ورته ډير شکايتونه رسېدلي دي.

هغه وايي، تل د دغو راډيوګانو خپرونې اوري او څار ترې کوي؛ خو ځينې اصول د دې لامل شوي چې دوی مستقيماُ د يادو خپرونو او راډيو ګانو پر ضد اقدام نه شي کولی.

صميم زياته کړه: ((موږ ته بايد خلک شکايت وکړي چې دا خپرونه ده او ټولنې ته يې دا خطر متوجه دی، نو بيا موږ دا شکايت وزارت ته رسوو د رسنيو د څار کمېسيون بيا پرېکړه کوي، چې دا خپرونه يا راډيو وتړل شي او کنه؟))

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر شيرشاه همدرد وايي چې په ننګرهار کې ۲۰ ايف ايم راډيوګانې موجودې دي، چې ګڼې يې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او حتی د سقوط تر بريده يې رسولې دي.

هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د مينه ، اباسين، نن، پښتونستان، پښتونخوا او سباوون ستوري هغه راډيوکانې دي چې جواز نه لري او د اقتصادي ستونزو له امله د سباوون ستوري په نوم راډيو خپلې خپرونې بندې کړې دي.

دی وايي، چې همدغو اقتصادي  ستونزو له امله په ننګرهار کې د ښځينه ژورنالېستانو شمېر کم شوی: ((دوی د دفتر مصارف نه شول پوره کولی، نو ډيرې ښځينه ژورنالېستانې چې په دغو راډيوګانو کې يې کار کاوه، معاشونه يې کم شول او يا بيخي نه ورکول کېده، چې هغوی هم خپلې دندې پرېښودې.))

خو د ايف راډيوګانو مسوولين وايي چې د دولت نه پاملرنې دوی د سقوط تر بريده رسولي ؛ ځکه اعلانات نشته او دولت ورسره هېڅ مرسته نه کوي.

زيرک ذهين، چې د اباسين په نوم ايف ايم راډيو يې درلوده وايي چې د اقتصادي مشکلاتو له امله يې راډيو په بل چا پلورلې ده.

هغه زياته کړه چې دولت ورسره هېڅ مرسته نه وه کړې او يوازې په څو محدودو محلي اعلاناتو يې راډيو تر يوه وخته مخته وړله؛ خو وروسته يې بيا په بل چا د پلور پرېکړه وکړه.

د مينې په نوم د يوې بلې سيمه ييزې راډيو مسوول مدير کاوش ننګيال هم مني چې اقتصادي ستونزو سره مخ دي؛ خو هغه وايي چې په دغه ولايت کې د ايف ايم راډيوګانو د اعلاناتو لپاره د يو مناسب اعلان نشتوالي يادې ستونزې ټوکولې دي.

دی وايي،که ټولې راډيوګانې په يوه خوله شي او يو مناسبه بيه وټاکي، ښايي دغه ستونزه نسبي حل شوې وي.

ننګيال زياتوي: ((اوس ځينې داسې راډيوګانې هم شته چې په پنځه زره کلدارې په ټوله مياشت کې اعلانات خپروي.))

بلخوا د ننګرهار ولايت اوسېدونکي د دغو راډيوګانو له خپرونو هم شکايت کوي او وايي چې هيڅ د اورېدو وړ نه دي.

ليکوال او شاعر نورزاخان لودين وايي چې ځينې راډيوګانې داسې خپرونې هم کوي چې خلک يې په اورېدو شرميږي او د راډيو بندولو ته يې مجبوروي؛ خو داسې خپرونې هم شته چې د ټولنې د اصلاح لپاره خپرېږي.

هغه وويل: ((ما يوه راډيو تېره شپه اورېده، چې ويل يې راځئ چې خوب د الله تعالی په عبادت پيل کړو؛ خو ګڼې راډيوګانې داسې وې چې د شپې په دوولسو بجو يې خلکو ته د پتاسه يم او شرابي يم سندرې خپرولې.))

عايشه محمدي چې له کلونو راهيسې په ننګرهار کې ايف ايم راډيوګانې اوري او څاري وايي  ډېرې داسې خپرونې شته چې د دوی کورنۍ ورڅخه زده کړې کوي؛ خو کله نا کله له داسې خپرونې سره هم مخ شي چې د کورنۍ مشران يې د راډيو ماتولو پرېکړه وکړي.

نوموړى وايي: ((يوه ورځ مې راډيو اورېده، نو يو هلک نطاق ته کنځل وکړې، په دې کې د راډيو مسوول راغی او خبرې يې شروع کړې او هماغه کنځل چې هغه هلک وکړې هغه يې تکرار کړې، دومره حد ته نورې کنځلې يې هم وکړې چې زه يې په ويلو او اورېدلو شرمېږم.))

د چارو کارپوه ميراغا منصف نيوکه کوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست نه پاملرنې په دغه ولايت کې د ايف ايم راډيوګانو خپرونې دغه حد ته رسولې دي.

دی وايي، که د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له دغو راډيوګانو څار درلودی او قانوني چلند يې ورسره کړی وای، هېڅکله به يې هم د ټولنې له اصولو خلاف او د ژورناليزم له اخلاقو سره په ټکر کې خپرونې نه وې کړې.

خو شيرشاه همدرد وايي چې دوی تل دغه خپرونې څارلي، د راډيو مسوولينو ته يې لارښوونې کړي او لا هم دغه چاره روانه ده.

دی وايي، دغه ډول خپرونې تر ډيره هماغه راډيوګانې کوي چې د وزارت جواز نه لري او دوی پرېکړه کړې چې که په نږدې راتلونکې کې جوازونه وانخلي؛ نو دوی به يې خپرونې بندې کړي.

اوسمهال په ننګرهار کې ددغو شلو ايف ايم راډيوګانو ترڅنګ يو دولتي راډيو تلوېزيون، درې خصوصي تلوېزيونونه، دوه کيبل نشرات او لسګونه چاپي خپرونې موجودې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور